د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په یو هوټل کې د اورلګېدو له کبله لسګونه تنه مړه او ټپیان شوي


دا هوټل د پټنا د ریل ګاډي د تمځای ترڅنګ له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې کې موقعیت لري او د هوټل ودانۍ مخې ته ولاړ ګڼ شمېر موټرونه هم سوځېدلي دي.
دا هوټل د پټنا د ریل ګاډي د تمځای ترڅنګ له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې کې موقعیت لري او د هوټل ودانۍ مخې ته ولاړ ګڼ شمېر موټرونه هم سوځېدلي دي.

د هند ختیځ په یو هوټل او رستورانت کې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوايي ۶) د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه شپږ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د اور وژنې مسئولینو وویل، دا اور د بیهار ایالت مرکز پټنا په یو رستورانت کې د ګازو د ډبې د چاودېدو له کبله رامنځته شوې او وروسته ورڅېرمه هوټل او نورو ودانیو ته خپور شوی دی.

د پټنا د اور وژنې ادارې مسئول ستیا پرکاش وویل چې د اطفایې د ۱۲ موټرو په مرسته په دوو ودانیو کې لګېدلی اور قابو شوی او لږ تر لږه ۴۰ تنه ژغورل شوي دي.

دا هوټل د پټنا د ریل ګاډي د تمځای ترڅنګ له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې کې موقعیت لري او د هوټل ودانۍ مخې ته ولاړ ګڼ شمېر موټرونه هم سوځېدلي دي.

پرکاش وویل چې د هوټل دننه یو شمېر کسانو د لوړو پوړونو له کړکیو ځانونه غورځولي او ژوبل شوي دي. د پېښې په اړه نور جزئیات ندي ورکړل شوي.

په هند کې د اور لګېدنې پیښې عامې دي چیرې چې د ودانیو د مسئونیت قوانین او مقررات په جدیت سره نه پلي کیږي.

په ۲۰۱۹ کې، د هند پایتخت نوي ډیلي کې د برق د شارټۍ له کبله په یوې ودانۍ کې د اور لګېدو په پېښه کې ۴۳ تنه مړه شول او په ۲۰۲۲ کې د نوي ډیلي په یوې بلې سوداګریزې ودانۍ کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۲۷ تنه مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG