د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا مشرانو افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولنې د مشرانو د ګډې غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت په جوړیدو او په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته د درناوي په اړتیا ټینګار کړی دی.

د قرغزستان په شمال کې د چوپان عطا په تفریحي ښار کې د جمعې په ورځ جون دویم ( جوزا ۱۲) غونډه کې د اروپايي ټولنې د شورا رئیس چارلیس میچل او د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان جمهور رئیسانو او د ترکمنستان د جمهور رئیس یو استازي ګډون کړی و.

ددې غونډې په پای کې په خپره شوې ګډه اعلامیه کې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې مخ په خرایدونکي وضعیت باندې اندیښه ښودلې او ویلي دې، چې ددغه هیواد پرمختګ، امنیت، سولې او ثبات ته ژمن دي.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: " ګډونوالو د ټولشموله حکومت د جوړولو، چې د ټولو استازي په کې ګډون ولري او هم د ښځو، نجونو او د قومي ډلو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو د اساسي ازادیو او بشري حقونو د ترویج او درناوي اهمیت څرګند کړ".

همداشان د دې غونډې ګډونوالو په دې برخه کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو د څلورمې غونډې پایلې، چې د تیرې مۍ میاشتې په ۲۴ او ۲۵ د ترکمنستان په پایتخت عشق اباد کې جوړه شوې وه مهمې وګڼلې او د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا د استازو ترمنځ د ډیالوګ په اهمیت یې ټینګار وکړ.

ګډونوالو افغانانو سره په سختو شرایطو کې د نړیوالو قوانینو او پیژندل شوو معیارونو پراساس د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هڅو ستاینه کړې ده.

همداشان ګډونوالو په نړیوالې ټولنې باندې افغانانو سره د بشري مرستو د زیاتیدو غږ کړی او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د ونډې یادونه کړې ده.

د مۍ د میاشتې په ۲۴ او ۲۵ ورځو د اروپايي ټولنې، ملګروملتونو، نړیوال بانک او منځنۍ اسیا د هېوادونو استازو د ترکمنستان پایتخت عشق اباد کې د دوه ورځنیو غونډو په پای کې په یوه ګډه اعلامیه کې هم له طالبانو وغوښتي و، چې د نجونو او ښځو پر زده ‌کړه او کار لګول شوي محدودیتونه ایسته کړي او یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي.

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو په څلورمه ګډه غونډه کې د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت او پرمختیا باندې بحثونه شوي و.

په قرغزستان کې د اروپایي ټولنې او د منځنۍ اسیا د مشرانو دا دوهمه ګډه غونډه وه.

د اروپایي ټولنې او د منځنۍ اسیا د مشرانو ترمنځ لومړۍ غونډه د قزاقستان په پایتخت استانه کې د تیر ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې جوړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG