د لاس رسي وړ اتصالات

سخته ګرمۍ کې د حج پر مهال د مړو شمېر ۱۰۰۰ ته ورسید


د حج د مراسمو په پای کې زیارت کوونکي د کعبې وروستی طواف کوي.
د حج د مراسمو په پای کې زیارت کوونکي د کعبې وروستی طواف کوي.

په سعودي عربستان کې په شدیده ګرمۍ کې د حج په مراسمو کې د مړو شمېر د پنجشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولي ۳۱) له ۱۰۰۰ تنو واوښت چې نیمايي یې هغه زیارت کوونکي ښودل شوي چې راجستر شوي ندي.

په مړو شویو حج کوونکو کې د لسو هېوادونو اتباع شامل دي. یو عرب دپلومات د پنجشنبې په ورځ وویل چې غیر راجستر شویو مړو کې زیاتره د مصر وګړي دي.

سږ کال د نړۍ له شاوخوا څخه ۱.۸ میلیون مسلمانان په داسې حال کې حج ته تللي چې په سعودي عربستان کې د ګرمۍ شدت ډیر زیات شوی دی.

هر کال په لسګونو زره کسان د پیسو سپمولو لپاره پرته له دې چې خپل نوم راجستر کړي، حج ته ځي. د سعودي چارواکو په مکه کې د لسګونو زره غیر راجستر شویو زیارت کوونکو د نیولو خبر ورکړی خو داسې ښکاري چې له دې سره سره، په مراسمو کې په لوی شمېر داسې زیارت کوونکو ګډون کړی چې راجستر شوي ندي.

دا کسان د ګرمۍ په وړاندې له دې کبله ډیر زیان منونکي ښودل کیږي چې د قانوني اسنادو لرلو پرته نشي کولای د حاجیانو لپاره جوړو شویو ایرکنډیشن لرونکو تمځایونو ته ننوځي.

یو عرب دپلومات فرانس پرس ته وویل: "خلک د عرفات له ورځې وړاندې د امنیتي ځواکونو له لورې په مخه شوي وو او له همدې کبله ډیر ستړي شوي وو."

دغه دپلومات وویل چې د مصري زیارت کوونکو ترمنځ د مړینې د لوړې کچې لامل شدیده ګرمه وه چې حاجیانو ته یې د وینې فشار او نورې روغتیايي ستونزې پیدا کړي دي.

په مړو شویو حاجیانو کې د پاکستان او اندونیزیا اتباع هم شامل دي.

د پنجشنبې په ورځ چارواکو وویل چې سږکال حج ته د تللو ۱۵۰ زره پاکستانیانو له جملې څخه ۵۸ یې مړه شوي دي.

له اندونیزیا څخه سږکال ۲۴۰ زره کسان حج ته تللي. ددغه هېواد د مذهبي چارو وزارت ویلي چې د حج په ترڅ کې د مړو شویو اندونیزیايي وګړو شمېر ۱۸۳ ته لوړ شوی دی.

مالیزیا، هند، اردن، ایران، سنیګال، تونس، سودان او عراق کې د کردستان سیمې د حاجیانو د مړینې راپور ورکړی خو د مړینې د لاملونو په اړه یې څه ندي ویلي.

سعودي عربستان د مړو شویو حاجیانو رسمي شمېر ندی خپور کړی خو ویلي یې دي چې یوزاې د یکشنبې په ورځ نږدې ۲۷۰۰ زیارت کوونکي ګرمۍ وهلي دي.

تېر کال مختلفو هېوادونو د حج پر مهال د مړو شویو زیارت کوونکو شمېر ۳۰۰ ښودلی و چې زیاتره یې د اندونیزیا وګړي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG