د لاس رسي وړ اتصالات

د کولمبیا ولسمشر: غزې کې د نسل وژنې له کبله اسرائیل سره روابط قطع کوو


د کولمبیا ولسمشر کوستاوو پیترو
د کولمبیا ولسمشر کوستاوو پیترو

د کولمبیا ولسمشر کوستاوو پیترو د چهارشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (حمل ۱۱) وویل چې په غزې کې د نسل وژنې له کبله له اسرائیل سره خپل روابط قطع کوي. اسرائیل دا یهودیت ضد او نفرت پاروونکی بللی دی.

پیترو د کولمبیا په مرکز بوګوتا کې د «مۍ لومړۍ» په یوې مظاهرې کې وویل: «سبا (پنجشنبه) به د صدراعظم بینیامن نتنیاهو له کبله د اسرائیل له دولت سره دپلوماتیک روابط قطع شي.» هغه وویل چې دا کار د اسرائیل د مشر له لوري‌ په غزې کې د « نسل وژنې» له کبله کوي.

د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې د حماس ډلې په اسرائيل بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا ۱۱۷۰ تنه یې ووژل، اسرائيل په غچ اخیستونکو بریدونو کې د غزې د صحې مقاماتو په وینا تر دې دمه څه باندې ۳۴۵۰۰ تنه وژلي، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

پیترو زرګونو راټولو شویو خلکو ته وویل چې نړۍ «نسل وژنه او د خلکو نابودي» نه شي منلای. هغه وویل: «که فلسطین مري، انسانیت مري.»

اسرائیل د پیترو دا څرګندونې غندلې دي او هغه یې «یهودیت ضد او نفرت پاروونکي» او د هغه دا دریځ یې د حماس ملاتړ بللي دي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز د خپل ایکس په حساب کې لیکلي‌ دي: «د کولمبیا ولسمشر ژمنه کړې وه چې د حماس قاتلانو او تجاوزګرانو ته به جایزه ورکوي—او نن یې ورکړه.»

ده لیکلي دي چې تاریخ به د پیترو دا دریځ په یاد وساتي.

د اکتوبر په میاشت کې د کولمبیا ولسمشر د اسرائيل د دفاع وزیر یواو ګالانت تورن کړ او ویې ویل چې هغه د غزې د خلکو په اړه داسې ژبه کاروي چې «نازیانو به د یهویانو په اړه کاروله»، اسرائيل له دغو څرګندونو وروسته کولمبیا ته د «امنیتي صادراتو د بندولو» اعلان وکړ.

اسرائیل همدغه راز پیترو د حماس د «جنایتونو په ملاتړ او د یهودیت ضد احساساتو په پارولو تورن» کړ او سفیر یې هم ور احضار کړ.

بوګوتا یې په مقابل کې د اسرائيل له سفیر څخه وغوښتل چې له کولمبیا څخه ووځي او ولسمشر پیترو دا خبره هم کړې وه چې «دموکراتیک خلک به نازیزم ته اجازه ورنکړي چې بیا په نړیوال سیاست کې رادبره شي».

د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د اسرائيل پوځ په غزې کې د مرستو په کاروان برید وکړ او لسګونه کسان په کې وژل شول، د کولمبیا ولسمشر له دغه برید وروسته له اسرائيل څخه د وسلو اخیستل وځنډول.

کولمبیا له اسرائيل او متحدو ایالتونو سره د دپلوماتیکو او پوځي اړیکو قوي تاریخ لري.

کولمبیا له برازیل سره یو ځای د جرمومونو په نړیوالې محکمې کې د اسرائيل په ضد د جنوبي افریقا د عریضې ننګه هم کړې ده.

دا راپور د فرانس پرس او اسوشیتډپرس اژانسونو د معلوماتو په اساس لیکل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG