د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا د ایران سپاه پاسداران ځواکونه د ترهګر سازمان په توګه وپېژندل


د ایران پوځ
د ایران پوځ

کاناډا د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه د ترهګر سازمان په توګه وپېژندل او له خپلو اتباعو څخه یې وغوښتل چې له ایران څخه ووځي.

د کاناډا دعامه امنیت وزیر دامینیک لبلانک یو خبري کنفرانس ته وویل: «زموږ دولت پرېکړه وکړه چې د سزا د کود په اساس د ایران سپاه پاسدران انقلاب د یو ترهګر سازمان په توګه وپېژنو.»

لبلانک د ایران رژیم د ترهګرو په ملاتړ او همدغه راز په کور دننه او بهر د بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن کړ او ویې ویل چې د نړیوال نظم بي ثباته کولو ته هم لیوالتیا لري.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي د خپل هېواد له اتباعو څخه وغوښتل چې له ایران څخه ووځي. ایران په ۲۰۱۲ کال کې له ایران سره دپلوماتیک روابط پرې کړي دي.

هغې وویل: «هغوی چې اوس په ایران کې دي، کور ته د بېرته ستنېدو وخت رسېدلی دی.»
د ترهګرو په توګه د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو په پېژندلو سره د دغو ځواکونو غړو ته اجازه نه ورکول کېږي چې کاناډا ته داخل شي، کاناډایان د دغو ځواکونو د غړو او په خپله له دغه ځواک سره د هر ډول معاملې څخه منع کوي او‌ په کاناډا کې د سپاه پاسدران او د هغوی د غړو ټولې شتمنۍ ضبط کېږي.

د ایران ځواکونو په ۲۰۲۰ کال کې یوه اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکه ووېشتله چې په کې ۱۷۶ مسافر ووژل شول. په دوی کې ۸۵ کاناډايي اتباع وو. د دغو قربانیانو کورنیو له ډېر وخت راهېسې د کاناډا له حکومت څخه غوښتل چې سپاه پاسداران ترهګرو په توګه وپېژني.

د کاناډا پارلمان تېره میاشت په دې مسئلې باندې موافقه رایه ورکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني‌ د کاناډا د پارلمان د دغې پرېکړې په غبرګون کې وویل چې دا پرېکړه نا معقوله او تربګني ده او «د نړیوالو منل شویو اصولو خلاف» کار دی.

د کاناډا صدراعظم جستن تروډو په دې اړه په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «سپاه پاسداران انقلاب اوس په کاناډا کې د ترهګر سازمان په توګه په لست کې شامل شوی.»

تر دې مخکې د کاناډا حکومت له دغه کار څخه ډډه کوله او ویل یې که دا کار وکړي په کاناډايي ایرانیانو باندې، چې د رژیم مخالف دي، اغیز وکړي.

کاناډا تر دې مخکې د ایران د قدس ځواکونه هم د ترهګر سازمان په توګه پېژندلي وو او په ۲۰۲۲ کال کې یې کاناډا ته د څه باندې ۱۰زره ایراني چارواکو،چې د سپاه پاسداران غړي هم په کې وو، ننوتل منع کړي وو.

متحدو ایالتونو په ۲۰۱۹ کال کې سپاه پاسدران د ترهګر سازمان په توګه وپېژنده.

د همدغې میاشتې په سر کې اروپايي ټولنې سپاه پاسداران له دې کبله بندیزونه ولګول چې روسیې او متحدینو ته یې بې پیلوټه الوتکې ورکړې دي. ایران په ښکاره روسیې ته د وسلو ورکول نه مني، خو ایراني‌ مقاماتو په وار وار ویلي دي چې ویاړي‌ نړیوال ځواک ترې وسلې پیري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG