د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د ایران بریدونه 'ډیر جدي نه' وو؟


د ایران حکومت تیره ورځ د لومړي ځل لپاره په اسرائیل مخامخ د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه وکړل. دا بریدونه د روانې اپریل میاشتې په لومړۍ نیټې په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د اسرائیل برید په غبرګون کې وشو چې ایراني جنرالان هم پکې وژل شوي و.

د اسرائیل پوځ یکشنبه اپریل ۱۴ ( وري ۲۶) وویل چې ایران پخپل برید کې ناکام شو.

د اسرائیل د دفاعي ځواکونو ویاند ډګرمن پیټر لیرنر د امریکا سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې وویل چې ایران په اسرائیلو ۳۲۰ سرګلولې وارې کړې وې چې د اسرائیل هوایي دفاع سیسټیمونو د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو په همکارۍ تقریباً ټولې له منځه یوړلې.

د پوځ ویاند ویلي چې د ایران په برید کې هغه نظامي اډه په نښه شوې وه چې ایران وایي په دمشق کې د دوي په قونسلګرۍ باندې برید کې کې ترې کار اخیستل شوی و خو دی زیاتوي چې په برید کې نظامي اډې ته ډیر زیان ندی رسیدلی.

ډګرمن لینر همدارنګه ویلي چې د ایران لخوا په اسرائیلو ۱۷۰ په چاودیدونکو موادو سمبالې بې پیلوټه الوتکې، ۱۲۰ بالاستیک او ۳۰ د کروز توغندي وار شوي و چې اکثریت یې دننه دایران له خاورې او ځینې یې د عراق او یمن څخه د ایران نیابتي ځواکونو هم وار کړي و.

سره لدې چې ایران ویلي په اسرائیل برید یې پای ته رسولی او متحده ایالاتو او اسرائیل ته یې دا خبرداری هم ورکړی چې که د غچ اخیستو لپاره اقدام وکړي، د ایران ځواب لا قوي و.

خو د اسرائیل د دفاعي ځواکونو ویاند وویل چې د ایران په خبرو باور نشي کیدی او زیاته یې کړه په سیمه ایز وخت د یکشنبې په سهار هم د لبنان څخه د حزب الله ډلې په اسرائیل توغندي وار کړي.

مبصرین چې د دې برید په هکله معلومات لري وایي ایران په قصدي توګه د خپلو بریدونو شدت کمزوری کړی و ځکه نه یې غوښتل چې اسرائیل یې په ځواب کې په سمدستي توګه د غچ اخیستنې اقدام وکړي.

سپینې ماڼۍ هم ویلي چې په ایران د اسرائیل په برید کې به برخه وانخلي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په اسرائیل یې برید "محدود او حد اقل" و چي د اسرائیل رژیم ته د سزا ورکولو په هدف شوی و.

ځیني کارپوهان بیا وایي ایران غوښتل د دې بریدونو په کولو سره په داسې حال کې په سیمه کې خپل قوت ثابت کړي چې نه یې غوښتل دا کړکیچ او بحران پراخ شي.

د اروپایي شورا د بهرنیو اړیکو په ادارې کې د منځني ختیځ پروګرام مشر جولاین برنیس – ډارسي د اکس په شبکې کې لیکلي چې ایران پدې خاطر له کمزورو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو کار اخیستی و چې د پراخې جګړې مخه ونیول شي. د متحده ایالاتو د سیاسي چارو کارپوه ایان بریمر بیا ویلي چې وضعیت لا هم بحراني دی.

په بریدونو او د توغندیو شنډولو کې کومو هیوادونو او ډلو لاس درلود؟
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د ایران د بریدونو په غبرګون کې د اسرائیل سره خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ او تر څنګ یې دا هم وویل چې په سیمې کې امریکایي ځواکونو د ټولو توغندیو او ډرون الوتکو په شنډولو کې مرسته کړې.

یو شمیر نور هیوادونو هم چې په منځني ختیځ کې هوایي اډې لري، د ایران او نورو ډلو لخوا وار شوي توغندي او بې پیلوټه الوتکې یې شنډې کړیدي.
د بیلګې په توګه بریتانه چې په قبرس کې ستره نظامي اډي لري، اردن هم پخپلې هوایي حریم کې یو شمیر توغندي او ډرون الوتکې شنډې کړي او فرانسې بیا په ټولې سیمې کې پخپلو نظامي اډو کې د هوایي دفاع سیسټیمونه فعال کړل.

د ایران د پوځ تر څنګ چې د خپلې خاورې یې په اسرائیل توغندي او ډرون الوتکې توغولې وې، د تهران نیابتي ډلو – په لبنان کې حزب الله او په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو هم پدې برید کې توغندي او ډرون الوتکې وارې کړې وې.

خو دا چې د اسرائیل پوځ وکړی شو د ایران ډرون الوتکې او توغندي شنډ کړي، ثابته یې کړه چې د اسرائیل هوایي دفاع سیسټمونه ښه نتیجه ورکوي.

د نړیوال خطر کارپوه سټیفان ادوراند د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکې کې ویلي چې د توغندیو او الوتکو شنډونه "په ډیره لوړه کچه" وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG