د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې یو شمېر لوستې مېرمنې د رسنیو له لارې د پولیو په اړه د خلکو په پوهولو ټېنګار کوي


د غزني ولایت یو شمېر لوستي مېرمنې وايي، چې د پولیو یا ګوزڼ په اړه یې ډېر څه د کتابونو، ورځپاڼو او رسنیو له لارې زده کړي دي.

دوی وايي، د هغو مېرمنو لپاره چې په لیک او لوست نه پوهېږي، باید دا ډول پروګرامونه په ټلویزیون او راډیو کې خپاره شي او یا دې ځانګړي کسان وګمارل شي، چې په کور کې د پولیو ویروس په اړه پوهاوی ورکړي.

د دوی په وینا، دې سره به میرمنې د خپلو ماشومان واکسینول په ځان باندې یوه وجیبه وګڼي.

د غزني ولایت اوسیدونکې، نظیفه صالح امریکا غږ ته وویل: "خلکو ته باید عامه پوهاوی ورکړل شي ترڅو د دغه ویروس په اړه کافي معلومات ترلاسه کړي. موږ اوس هم ډیری معلومات د رسینو له لارې ترلاسه کوو، او د لا نورو معلوماتو لپاره باید رسنۍ خپل فعالیتونه نور هم زیات کړي. بل دا چې په ټولنه کې باید د پولیو کارکوونکي لخوا په رضاکارانه ډول او همدا شان په مساجدو کې د ملا امامانو له خو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي."

د غزني بلې اوسیدونکې، ډیوه ستانکزۍ بیا وویل: "د پولیو واکسین په اړه موږ تر ډیره حده معلومات په کتابونو او یا هم ورځپاڼو کې لوستي دي او کوم پروګرمونه چې د راډیو او یا تلویزیون له لارې خپریږي هغه موږ تعقیبوو. په دې مو سر خلاص شوی چې پولیو څومره یوه خطرناکه ناروغۍ ده، نو اړتیا لیدل کیږي چې په راتلونکې کې د پولیو برخه کې ډاګټران او یا داسې کسان وګمارل شي چې کلیو او جوماتونو ته لاړ شي او خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي."

نوموړې زیاته کړه، هغه میرمنې چې لیک او لوست نه لري باید په دې وپوهول شي چې پولیو څومره یوه خطرناکه ناروغۍ ده، ترڅو خپل ماشومان په وخت سره واکسین کړي.

بل خوا په غزني ولایت کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسؤول، ډاکټر فضل احمد حنیف امریکا غږ ته وویل چې یونیسف د عامه پوهاوي په برخه کې ځانګړی پروګرام لري او د دې کار لپاره یې مبلغین ټالکي دي.

نوموړي وویل: "د عامه پوهاوي برخه کې یونسیف یو ځانګړی پروګرام لري او دې لپاره یې ناظرین یا مبلیغین ګمارلي چې اکثره یې علما دي، دوی په ساحه کې د رضاکارانو ترڅنګ دا وظیفه لري چې هغو کورنیو ته کوم چې د واکسین په هکله مخالف نظر یا تشویشونه لري، هغوی ته قناعت ورکړي او وادار یې کړي چې خپل ماشومان واکسین کړي."

د مسؤولینو په وینا، دا مهال په غزني ولایت کې ۳۵ ښځینه کارکوونکې د عامه پوهاوي په برخه کې فعالیت کوي او میندې هڅوي چې خپل د پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي او خپل ماشومان د تل پاتې معیوبیت څخه وژغوري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG