د لاس رسي وړ اتصالات

پولیو ویروس د چټک خپریدو وړتیا لري؛ د مخنیوي هڅې یې هم باید چټکې وي - مسؤلین


د پولیو پرضد د مبارزې ګډ کاري ټيم وایي چې د نورو ناروغیو په پرتله د ګوزڼ ویروس د ژر خپریدو توان لري ځکه خو هڅه کیږي چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه محروم پاته نشي.

دوی وایي د ویروس د کنټرولولو او ماشومانو د معافیت د پیاوړتیا لپاره جدي کار کوي.

د ګوزڼ ناروغي د مخنیوي ډاکټران وایي چې له ګوزڼ ویروس څخه پاکې شوې سیمې، په دوامداره ډول له ویروس څخه د ساتل کیدو پاملرنې ته اړتیا لري.

د دوی په خبره، د پولیو ویروس د ژر خپریدو توان لري او کمزوري ماشومان ژر اغیزمن کوي.

په جنوب کې د پولیو پرضد د مبارزې د ګډ مرکز مسؤول، ډاکتر جمال الدین وایي چې یوازې هغه ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کیدای شي چې واکسیونونه ورته عملي شوي وي او د بدن معافیت یې پیاوړی وي.

نوموړي وویل: "بی له شکه دا ویروس ژر خپریږي، موږ د مثال په توګه ویلی شو چې هر هېواد ځانته یو سرحدي فوج لري چې دنده یې د سرحداتو دننه د خلکو ساتنه او امنیت ده، نو همدا شان، هر انسان هم ځان ته معافیتي او دفاعي سیستم لري، کله چې دوه څاڅکې واکسین یو ماشوم ته ورکړل شي نو د ماشوم معافیتي سیستم پیاوړی کیږي."

هغه زیاته کړه، که څه هم دا ویروس په چټکۍ سره خپریږي یا ممکن اوس هم په ټولنه کې خپور وي، خو د واکسین له برکته دا ویروس نشي کولی په ماشومانو ژر برید وکړي ځکه د ماشومانو د معافیت سیسټم لا دمخه پیاوړی وي.

د پولیو د مخنیوي لپاره په جنوب کې هر کال تر ۱۱ پورې د پولیو ضد کمپاینونه عملي کیږي چې تر څنګ یې فرعي او کوچني کمپاینونه هم شامل دي.

ډاکتران وایي چې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوی ځکه زیاته پاملرنه غواړي چې یوه مثبته پېښه یې د ویروس د ژر خپریدو لامل کیږي او دا ویروس بیا ډیرو ماشومانو ته ور رسیږي.

دوی زیاتوي چې موږ له څو کلونو راهیسې په کلیو کې واکسینونه ویشو، مونږ د یو ماشوم له زیږون څخه تر ۵ کلنۍ پورې ورته واکسینونه ورکوو، په کال کې له ۱۰ تر ۱۲ کمپاینونه ترسره کوو، ځکه د پولیو واکسین ډېر مهم دی.

د نړیوال روغتیايي سازمان او ځينې نورو نړیوالو ادارو په ګډون د عامې روغتیا وزارت له کلونو راهیسې په افغانستان کې د پولیو د مخینوي لپاره ګډې هڅې کوي.

د پولیو د مخنیوي ګډ کاري ټيم وایي چې د پرلپسې هڅو په پایله کې په هېواد کې د ګوزڼ پېښې کمې شوي خو په چاپیریال کې د پولیو فعال ویروس لاهم د ميلیونو ماشومانو ژوند ګواښي.

دوی د ستونزې یوازنې د حل لاره د پوليو دوه څاڅکې واکسین ګڼي چې د ماشوم معافیتي سیستم ورباندې پیاوړی کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG