د لاس رسي وړ اتصالات

 د کندهار په ګرمو او ریګي ځمکو کې د اوبو لګولو نوي سیستمونه

 د کندهار په ګرمو او ریګي ځمکو کې د اوبو لګولو نوي سیستمونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

د زراعتي اوبو له کموالي سره پر یوه وخت په کندهار کې د اوبو لګولو د نویو سیستمونو له لارې ځمکه وال اوس د دې هڅه کوي چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وکړي او د دوي په ویناء ددغه ولایت په ګرمو او ریګي سیمو کې د اوبو لګولو په نویو سیستمونو یې د پخوا په پرتله زیات حاصلات هم تر لاسه کړي دي.‌

په کندهار کې د اوبو لګولو قطره یې سیستم چې په ډریپ سیستم هم یادیږي یا د پایپ له لارې د کښتونو ابیاري اوس د پاملرنې وړ ګرځيدلی ده.‌

ځمکه وال وایې چې له یوه پلوه د اوبو د کمښت ستونزه ده او له بل پلوه زیاتره زراعتي ځمکې د تودې هوا له کبله زیاتو اوبو ته اړتیا لري.‌

د میوند ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالحلیم وایي چې تېر کال یې لس ټنه غنم حاصل اخیستی خو سږکال د ډریپ سیسم له لارې یې کښت پر وخت اوبه شوی او د حاصل کچه به یې د تېر کال په پرتله څو چنده زیاته وي.

هغه وویل:"ما پر خپله ۹ جریبه ځمکه پر یوه وخت څلور کښته کړي دي. ځېره، هوږه او هینجه او د اوږد وخت لپاره مو د پستې نیالګي پرې کښېنولي. هیله ده چې یوازي به د هوږي حاصل تر پنځوس ټنه پوري وي."

د اوبو د منابعو کموالی زیاتره ځمکه وال د اوږد وخت ستونزه یاده وي او د مخدره موادو د کښت یو سبب هم همدا ګڼي چې یاد کښت لږو اوبو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG