د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي په تیرو نهو میاشتو کې د ختیځو ولایتونو په سرحدي سیمو کې افغان ځواکونو د دولت ١٧٦٦ وسله وال مخالفین وژلي.
د ولسي جرګې غړو نن د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیرسره د یوې سختې استجوابیه غونډې وروسته هغه ته بیرته د باور رایه ورکړه.
ټاکل شوې نن مازدیګر د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سویلي آسیا هیوادونو جام په پایلوبه کې د هندوستان په وړاندې د سیالیو ډګر ته ووځي.
ټاکل شوې چې سبا یو لوړ پوړی افغان پلاوی له ایراني چارواکو سره په امنیتي او نورو برخو کې د خبرو لپاره تهران ته ولاړ شي.
افغان ولسمشر وايي، یوولس ورځې وروسته به د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي په اسلام اباد کې د سولې د خبرو د پیل په اړه خبرو ته کښیني.
د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر ختیځې خوا کې د ځانمرګي برید له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۳۱ نور ټپيان شوي چې ۸ یې ماشومان دي.
اجرائيه رئیس وايي، د تیرې شپې په زلزله کې د ټپیانو شمیر ډیر نه دی او هغوی چې ټپيان شوي ټپونه یې برسیرن دي.
د دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله د مخالفو وسله والو په لیکو کې د بهرنيو جنګیاليو شمیر زیات شوی دی.
اجرائیه رئیس، وایي د هلمند د حالاتو د سمون لپاره یې د امنیتي چارواکو سره خبرې کړي او ژر به ددغه ولایت په امنیتي وضعیت کې بدلون راشي.
د ملګرو ملتونو د مرستو نړیوال صندوق په یو تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ۷ اعشاریه ۴ میلون وګړي بیړنیو انساني مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي داخلي بې ځایه شوي کډوال چې شمېر یې زرګونو ته رسیږي، په بد حالت کې ژوند کوي.
ولسمشر غني د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت نوې ودانۍ، چې امریکا متحده ایالاتو پرې له ۲۰۰ میلونو ډالرو څخه زیاتې پیسې لګولي، پرانسته.
د ولسمشر پخواني حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي وایي، د هوشمند ښارگوتي په تړون کې د کابینې ځینې وزیران هم ورسره وو.
د افغانستان د ملي امنیت د سرپرست په توګه د مسعود اندرابي په ګمارلو کې سیاسي او منیت نظر خاوندان سره وېشلي دي.
جمهوررئیس غني، نن سهار د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ د ټاپي د پروژې د پرانستلو په مراسمو کې د ګډون لپاره عشق اباد ته رسیدلی دی.
د افغان حکومت او لاریون کوونکو د استازو ترمنخ د تیرماښام خبرو وروسته لاریون کوونکو تیره شپه دوه بجې ارګ سره نږدې لاریون پای ته رسولی.
غزني کې چارواکي وایي، اته هزاره مسافر چې نږدې نهه میاشتې وړاندې د داعش ډلې زابل ته تښتولي وو، خوشې شوي اونن خپلو کورونو ته رسیدلي.
ولسمشر غني په افغانستان کې د ځمکو د غصب پر مخنیوي ټینګار وکړ او وویل چې ټولې ل شوې ځمکې به له غاصبینو خلاصې کړي.
افغان حکومت وایي د فیروزي د خوشې کولو علت د پورونو ترلاسه کول دي، خو کارپوهان دا کار له قانون نه معافیت گڼي.
علومي نن د ولسي جرګې په استیضاحیه غونډه کې وکیلانو ته د قناعت په ورکولو سره د دغې جرګې څخه د باور په بیرته ترلاسه کولو بریالی شو.
نور پورته کول