پولنډ د امریکايي جنګي هلیکوپترو پیرلو د ۱۰ میلیارد ډالرو تړون لاسلیک کړ

د متحده ایالاتو د بوینګ شرکت اپاچي جنګي هلیکوپترې

پولنډ د خپلو پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره سه شنبه اګست ۱۳ (زمري ۲۳) د متحده ایالاتو د بوینګ شرکت څخه د ۹۶ اپاچي جنګي هلیکوپترو د پیرودلو د ۱۰ میلیارد ډالرو تړون لاسلیک کړ.

پولنډ په ۲۰۲۲ کال کې پر ګاونډي اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د خپلو وسله والو ځواکونو د عصري کولو چارې ګړندۍ کړې دي.

د پولنډ د دفاع وزیر ولادیسلاو کوسینیک کامیز خبریالانو ته وویل: "دا د پولنډ لخوا د وسله والو ځواکونو لپاره د ۹۶ عصري AH-64E ډوله اپاچي جنګي هلیکوپترو پیرودنه ده."

کوسینیک کامیز د انوروکلا په هوايي اډه کې د خبرو پر مهال، دا تړون د پولنډ د پوځ د عصري او تجهیز کولو په برخه کې "یو مهم ګام" وباله او زیاته یې کړه چې دغه هلیکوپترې به د انوروکلا په هوايي اډه کې ځای په ځای شي.

د پولنډ او متحده ایالاتو ترمنځ په پوځي برخه کې له دې وړاندې هم تړونونه لاسلیک شوي دي.

وارسا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په سلګونو AIM-120C AMRAAM ډوله، له هوا څخه هوا ته توغېدونکي توغندي هم پیري. د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو لخوا ډیزاین شوي پیټریوټ هوایی دفاعي سیسټمونو لپاره د ۴۸ لانچرونو جوړولو تړون لاسلیک شو.

پولنډ د اوکراین متحد دی او ژمنه یې کړې چې د خپل د سړي سر کلني عاید څلور سلنه به پر دفاعي برخه ولګوي. د ناټو غړي هیوادونه اړ دي چې خپل دوه سلنه د سړي سر کلنی عاید په دفاعي برخه ولګوي.

واشنګټن په ختیځه اروپا کې پولنډ ته د متحد په سترګه ګوري او په اوکراین کې جګړې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي دي.

د متحده ایالاتو کانګرس تېر کال په پولنډ باندې د اپاچي هلیکوپترو پلورل تصویب کړل.