د کیوبا په یو هوټل کې په چاودنې کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي

د کیوبا په پایتخت هاوانا کې په یو تاریخي هوټل کې جمعه مې ۶ (غوایي۱۶) د ګازو په چاودنې کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپي شويدي.

د ساراټوګا په نامه دې لرغوني هوټل ته چې ۹۶ خونې لري ډیر شمیر سیلانیان ورځي خو د چاودنې پر وخت پکې د بیارغونې کارونه روان و او هیڅ سیلانی پکې دننه نه و.

د کیوبا جمهور رئیس میګول دیاز کانیل چې د چاودنې ځای ته ورغلی و په ټویټر کې لیکلي چې پیښه د بم کومه چاودنه نده.

ښاغلي کانیل لیکلي، " دا کوم بم یا برید ندی بلکې یوه ویرجنه پیښه ده".

په همدې حال کې د کیوبا په سرکاري تلویزیون کې ویل شوي چې چاودنه د هغه لارۍ موټر له کبله شوې چې دې هوټل ته یې طبیعي ګاز راوړل خو نور جزیات یې ندي ورکړي چې چاودنه څرنګه وشوه.

د کیوبا پدې تاریخي هوټل کې دا چاودنه داسې مهال شوې چې دا هیواد کوښښ کوي د کرونا وبا څخه وروسته سیلانیان وهڅوي دې هیواد ته د چکر لپاره ورشي.

د دې هیواد د روغتیایي چارو مسؤلینو ویلي چې په چاودنې کې لږ تر لږه ۷۴ کسان ټپي شوي هم دي چې ۱۴ یې ماشومان دي.

سیمه ایزو مطبوعاتو همدارنګه ویلي چې د چاودنې څخه وروسته د ۱۳ تنو د مړي او ژوندي هیڅ څرک نشته او د ژغورنې عملې د لټون عملیات پیل کړي.