پر افغانستان نړيوالو بنديزونو د بلوچستان اقتصاد هم اغيزمن کړی - سوداګر
Your browser doesn’t support HTML5
د بلوچستان په مرکز کويټه کې د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال، اختر کاکړ وايي، چې پر افغانستان د نړیوالو بندیزونو له امله ځايي سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغه زیاتوي چې د دغو بندیزونو له کبله افغانستان ته د پیسو لېږدول ناشوني شوي، چې دا وضعیت د سوداګرۍ په بهیر کې ګڼ خنډونه رامنځته کړي دي.