هغه هندۍ نجلۍ مړه شوه چې له جنسي تېري وروسته سوځول شوې وه- پولیس 

تصویر: ارشیف

په هند کې پولیسو نن سه شنبه سپتمبر ۲۰ (وږې۲۹) وویل هغه نجلۍ، چې د ادعا په اساس پرې له جنسي تېري وروسته په اور کې سوځول شوې وه، په روغتون کې مړه شوې ده.

دا نجلۍ په هند کې د «دالیت» په نامه ټېټې طبقې څخه وه. د راپورونو په اساس د دې طبقې نجونې او ښځې د نورو په پرتله د خشونت او جنسي تېري له پېښو سره ډېرې مخامخېږي.

د دوشنبې د ورځې تر دغې پېښې څو ورځې مخکې د همدغې طبقې د دوو نورو خویندو مړي، چې ۱۵ کلنې او ۱۷ کلنې وې، په یوې ونې کې ځوړندې وموندل شوې. راپورونه وايي شپږو کسانو له جنسي تېري‌ وروسته دا خویندې وژلې دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې دا دواړه پېښې د هند په شمالي ایالت اتار پرادېش کې شوې چې شاوخوا ۲۳۰ میلیون نفوس لري‌ او دا ډول پېښې په کې معمولآ د خبرونو سرټکي وي.

په تازه پېښې کې دوو هلکانو په نجلۍ باندې له جنسي برید وروسته هغه سوځولې وه چې په مرکز لکهنو کې روغتون ته انتقال کړل شوه او بیا هلته مړه شوه.

په سیمه کې د پولیسو مشر دینش کمار پرابهو د فرانسې خبري‌ اژانس ته وویل: «موږ د پېښې څخه دوه ساعته وروسته تورن کسان ونیول او د [نجلۍ] کورنۍ ته مو ډاډ ورکړ چې دا قضیه به په ښه شکل څېړل کېږي او د مرتکبینو په ضد به اقدام کېږي.»

نوموړي وویل چې د نجلۍ د کور شاوخوا ته پولیس استول شوي چې «ناوړه پېښې وارزوي». په تېر وخت کې د ټېټې طبقې خلک ګواښل شوي‌ او ډارول شوي‌ چې د مرتکبینو په ضد اعتراض ونکړي او شاهدي ورنکړي.

فعالان وايي چې پولیس د ورسته پاتې او منزوي شویو ټولنو ادعاوې جدي نه ګڼي او دا ټولنې‌ په خپله حقوقي استازي او اسانتیاوې نلري.

تېرکال د اتار پرادیش د چارواکو له لوري په بېړې سره د «دالیت» طبقې د یوې بلې نجلۍ، چې د لوړې طبقې یو هلک پرې جنسي تېری کړی و، د مړي سوځولو له کبله پراخ اعتراضونه وشول.

د حکومت د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې په هند کې د جنسي تېري ۳۲۰۰۰ قضیې ثبتې شوې دي‌ او ګمان کېږي چې ډېرې نورې قضیې همداسې بې ثبته پاتې دي.