په افغانستان کې نیول شوی روسی امریکا ته انتقالیږي

د واشنگتن پوست ورځپاڼه وايي د روسیې د هیواد یو اوسیدونکی چې د پخواني شوروي عسکرو په ډله کې افغانستان ته راغلی ؤ، په دې تور محاکمه کیږي چې د وسلوالو طالبانو د یو قوماندان په توگه یې دنده تر سره کړې او دده تر قوماندې لاندې بریدونو کې یو شمیر امریکايي عسکر وژل شوي او زخمي شویدي.

دغه روسی چې مستعار نوم یې ایرېک حمیدالله دی په دوه زره نهم کال کې، په جنگ کې د زخمی کیدو نه وروسته نیول شوی او تر اوسه پورې په بگرام کې بندې دی.

که چیرې نوموړی په امریکا کې محاکمه شی، نو دا به لومړنې جنگي اسیر او د بگرام د زندان لومړنې بندی وي چې د افغانستان نه امریکا ته استول کیږي.

د امریکا کانگرس خو اجازه نه ده ورکړې چې د گوانتانامو بندیان دې په امریکا کې محاکمه شي، مگر په افغانستان کی د بندیانو په هکله کومه داسې پریکړه نه شته چې کوم بل هیواد ته دې د محاکمی دپاره واستول شي.

دا چې ایرېک حمیدالله د کوم قانون په اساس امریکا ته لیږل کیږي، د پوځي او سیاسي چارو کار پوه عبدالغفار گردیزی وايي، جنگي اسیر باید محاکمه شي او امریکا ددغه جنگی قانون په اساس حق لري چې دی محاکمه کړي.

ښاغلی گردیزی وایي که چیرې ایرېک حمیدالله د افغانستان تابعیت ولري، نو دا یو دلیل دی چې د یو مسلمان او افغان په صفت جنگیده، نو ځکه باید د نورو افغانو جنگي اسیرانو غوندی په افغانستان کې محاکمه شي.

د افغانستان د بشري حقوقو د غیر دولتی سازمان رئیس حاجي لعل گل وايي هر چیری چې جرم شوی وي هغه دوسیه هم هملته څیړل کیږي. خو دی وایي امریکایانو یا ایتلافي قواو چې تر اوسه پوری په افغانستان کې، څومره عراقیان، یمنیان، د سوریی تبعه، پاکستانیان، یا نور عرب نیولي دي، او بیرته یی خپلو هیوادونو ته ور سپارلي، د افغانستان ټول قوانین یې تر پښو لاندی کړیدي.

خو حاجي لعل گل وايي چې دغه روسي عسکر ایرېک حمیدالله چې د طالبانو د بریدونو قوماندان ؤ، او تر قوماندې لاندې یې امریکایی عسکر وژل شوي، او زخمي شویدي، د نړیوال تروریزم ضد قانون په اساس محاکمه کیږي. دغه قانون امریکایي قواو ته اجازه ورکوي چې یو اسیر پرته له محاکمې او پرته له نورو حقوقو چې یو جنگي اسیر او بندي یې لري، تر نا معلوم وخته پورې په بند کې وساتي.

حاجي لعل گل وایي دا څرگنده ده چې د فغانستان د حکومت د موافقې نه پرته هیڅ بندي بل ملک ته د محاکمې دپاره نه ش‍ي استول کیدلی. دی وایي د افغانستان او امریکا ترمنځ په امنیتی تړون کې دا لیکل شویدي چې امریکایان، پوځي وي او که ملکی دیپلومات د افغانستان د عدلي او قضایي قانون په اساس نه شي محاکمه کیدلی، مگر نور خلک چې په افغانستان کې کوم جرم کوي هغه باید په افغانستان کې محاکمه شي او د افغانستان د عدلي او قضایي قانون احترام و‍شي او په دې کار باندې خلک نور و نه پاروي.

د حاجي لعل گل په نظر، امریکا ته د ایرېک حمیدالله استول او په امریکا کې د هغه محاکمه کول هم د نړیوال قانون خلاف عمل دی او هم د افغانستان د قضایي او عدلي نظام د استقلالیت په باره کې سوالونه پیدا کوي.

حاجي لعل گل وايي د بشري حقوقو موسسې د جرم دفاع نه کوي بلکه د قانون د سم عملي کیدلو دفاع کوي چې مجرم د مدافع وکیل حق ولري، او عدالت و‍شي.

دی وايي د بشري حقوقو موسسې ددغسې بندیانو سره د لیدو کتو اجازه نه لري. مگر ده زیاته کړه پدې نه پوهیږي چې دغه خبره اوسه پوری ولی پټه ساتل شوې وه او په دې وخت کې ولی را برسیره شویده؟

خو په دې پوهیږي چې دا یواځنی روسی نه دی چې په افغانستان کې اوسیږي بلکه ډیر نور روسان هم شته چې د شوروي د یرغل په وخت کې مجاهدینو ته تسلیم شوي او بیا مسلمان شویدي، د افغانو ښځو سره یې ودونه کړیدي او د اولادونو خاوندان دي.

سره ددې چې په افغانستان کې د ژوندانه شرایط ښه نه دي، مگر دا کسان په افغانستان کې خوشحاله دي او بیرته نه ځي. نو اصلي خبره داده چې په دې جمله چې هر څوک د افغانستان تذکره لري، هغه د افغانستان د ټولو قانوني حقوقو نه برخورداره دی. که ایرېک حمیداله د افغانستان تابعیت لري، نو باید د قانون سره سم په افغانستان کې محاکمه شي.

Your browser doesn’t support HTML5

پوره مطلب دلته اوریدلی شئ