د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتورانو د وسلو د قانون په سختولو موافقه وکړه


د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د ۲۰ سناتورانو یوې ډلې چې دموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه پکې دي، یکشنبه جون ۱۲ (غبرګولي۲۲) یې ویلي دي چې په هیواد کې د وسلو د قوانینو په سختولو موافقې ته سره رسیدلي.

دغو سناتورانو همدرانګه په ښوونځیو کې د امنیتي تدابیرو په ډیرولو او د ذهني روغتیا د خدماتو لپاره د بودجي په ډیروالي موافقه کړې.

امریکایي سناتوران دا پریکړه پداسې حال کې کې کوي چې تازه پدې هیواد کې په ډله ایزه توګه په خلکو د ډزو کولو او وژلو درې پیښې وشوې او د ښوونځي د ماشومانو په ګډون پکې لس ګونه کسان ووژل شول.

د سنا په مجلس کې دموکرات سناتور کرس مرفي ویلي چې لس دموکراتان او لس جمهوري غوښتونکي سناتوران داسې یوې موافقې ته رسیدلي چې ژوندونه ژغوري.

که چیرته دا موافقه د کانګرس لخوا ومنل شي، د تیرو ۳۰ کالونو راهیسې به لومړی ځل وي چې په متحده ایالاتو کې د تشدد د هغو پیښو د کنټرول لپاره کیږي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي.

ښاغلي مرفي وویل، " زه فکر کوم تاسو ټول به زمونږ د کاري چوکاټ په پراختیا حیران شئ".

خو د سناتورانو پدې موافقې کې د جمهور رئیس جو بایډن هغه غوښتنه نده پر ځای شوې چې د اتوماتیک وسلو د بندیز غوښتنه یې کوله. په امریکا کې په ډله ایزه توګه د خلکو د وژلو په ډیرو پیښو کې د همدې ډول ټوپکو څخه کار اخیستل شوی.

ښاغلي بایډن د سناتورانو ددې موافقې په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې کاري چوکاټ کې "ټول هغه شیان په نظر کې ندي نیول شوي چې اړتیا ورته ده خو سم لوري خوا ته د تګ مهم اقدمات څرګندوي".

جمهور رئیس ویلي چې دا به د وسلو د خوندیتوب تر ټولو مهم قانون وي چې په تیرو څو لسیزو کې یې کانګریس منظوروي.

د امریکا جمهور رئیس همدرانګه ویلي چې ددې قانون د ځنډیو لپاره په کانګرس کې د ځنډ کولو لپاره هیڅ دلیل نشته ځکه چې دموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه یې ملاتړ کوي. بایډن په اعلامیې کې ویلي، "دا قانون باید په سنا او استازو مجلس کې په چټکۍ منظور شي".

په همدې حال کې د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند مشر چک شومر دا موافقه د پرله پسې وسله وال تشدد پر ضد د نه اقدام کولو د پای ته رسولو لپاره ښه ګام بللی او د اقلیت ګوند مشر مچ مکانل بیا په یوې اعلامیې کې ددې موافقې سره د ملاتړ د څرګندولو سربیره ویلي د "داسې موافقې هیله لري چې د ذهني روغتیا او ښوونځیو د خوندیتوب په شان موضوعاتو کې مهم پرمخګتونه وشي".

یوه غیر انتفاهي ټولنه چې په متحده ایالاتو کې د تشدد هغه پیښې څارې او په هکله یې معلومات راټولوي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي په ۲۰۲۱ کال کې په ټولې امریکا کې ۲۱ زره کسان د تشدد په هغو پیښو کې وژل شوي چې وسله پکې کارل شوې.

همدې ټولنې ویلي چې د ډله ایزو ډزرو ۶۹۳ پیښې یې ثبت کړي چې ۷۰۲ کسان پکې مړه شوي. ډله ایزې ډزې معمولاً هغو پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې لږ تر لږه ۴ یا تر دې ډیر کسان وي.

XS
SM
MD
LG