د پولنډ د کورنیو چارو مرستیال وزیر د چهارشنبې په ورځ اګست نهمه (زمري ۱۸) وویل چې له ګاونډي بیلاروس سره د خپلې ختیځې پولې د پیاوړي کولو لپاره به ۲۰۰۰ اضافي سرتیري واستوي. دا پداسې حال کې دي چې د ریکارډ په کچه کډوال هڅه کوي له پولې تیر شي.
د پولنډ د کورنیو چارو مرستیال وزیر ماکیج واسیک د پولنډ دولتي خبري اژانس ته وویل: "۱۰۰۰ نه بلکې ۲۰۰۰ سرتیري به واستول شي." هغه زیاته کړه چې دا اقدام د ملي سرحدي ادارې د غوښتنې وروسته د پولنډ د دفاع وزیر تائید کړی دی.
ټاکل شوې چې دغه سرتیري به د دوو اونیو په ترڅ کې ځای پر ځای شي او له هغو ۲۰۰۰ سرتیرو سره به یوځای شي چې دمخه پولې ته نږدې ځای پر ځای شوي وو.
پولنډ پدې وروستیو کې د بیلاروس له لورې د پاریدونکو ګواښونو او احتمالي خطرونو خبرداری ورکړی چې ممکن په هغه هیواد کې د میشتې واګنر اجیرې ډلې لخوا رامینځته شي.
وارسا همدا شان بیلاروس او روسیه په دې تورن کړي چې د سیمې د بې ثباته کولو لپاره اروپايي اتحادیې ته د مهاجرو د نوي سیلاب ورتګ تنظیموي.
د پولنډ د کورنیو چارو مرستیال وزیر ماکیج واسیک د چهارشنبه په ورځ اګست نهمه زیاته کړه چې د دې لارې پولنډ ته د غیرقانوني تیریدو ټولې هڅې د بیلاروس د ادارو لخوا ترسره کیږي.
ښاغلي واسیک وویل، "که چیرې د پولې اخوا [بیلاروس کې] د قاچاقبرو افسرانو پر ځای ریښتیني پوله ساتونکي وای، نو له پولې دا تیرندنې به نه وای."
د پولنډي پولې ساتونکو په وینا، سږ کال تر اوسه ۱۹ زره مهاجرو هڅه کړې چې له بیلاروس څخه پولنډ ته ننوځي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې دا شمیر ۱۶زره وو.
یوازې تېره میاشت څه دپاسه ۴۰۰۰ مهاجرو هڅه کړې چې له پولې واوړي.
فورم \ دبحث خونه