د متحده ایالاتو د آیوا ایالت په یوې لیسې کې په ډزو کې ۱ تنکی ځوان وژل شوی او ۲ نور ټپي شوي.
پولیس وایي داسې معلومیږي چې ډزې د موټر څخه شوي او برید کوونکی/ برید کوونکي تښتیدلي.
د دې ایالت د دیموین ښار پولیسو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې پېښه د ماسپښین په شاوخوا ۲:۴۸ شوې.
د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې په ډزو کې ټول ۳ تنه ټپي شوي و چې یوه یې وروسته په روغتون کې سا ورکړه او ۲ نور یې لا هم په روغتون کې بستر دي.
د پولیسو په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې د ټپي شویو کسانو روغتیایي وضعیت څه ډول دی.
په اعلامیې کې ویل شوي چې ډزې د یو موټر څخه شوي او په پیښه کې وژل شوی او ټپي شوي کسان د ښوونځي په ودانۍ کې دننه بلکې د ودانۍ په شاوخوا کې و.
پولیسو ویلي چې د پیښې په تړاو یې څو مشکوک کسان نیولي خو په رسمي توګه تورن شوي ندي. پولیسو دا هم ندي ویلي چې څومره مشکوک کسان یې نیولي دي.
دا لومړی ځل ندی چې په متحده ایالاتو کې په ډله ایزه توګه خلک د ټوپکو په ډزو وژل یا ټپي کیږي.
تیره میاشت هم یو تن په کلیسا کې دننه لومړی خپل درې اولادونه او بیا خپل ځان وویشت.
دا پیښه د فبرروي په ۲۸ (کب۹) د کلیفورنیا ایالت د سکرمنټو په ښار کې وشوه. په ډزو کې یو بل تن هم وژل شوی خو معلومه نده چې آیا د برید کوونکي سره یې څه اړیکې درلودې که نه.
د سکرمنټو د ښار د پولیسو یو مشر خوردضابط راډ ګراسمن د پیښې په هکله خبریالانو ته وویل چې د درې واړو وژل شویو ماشومانو عمرونه تر پنځلسو کالونو کم و.