د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د فوټبال ملي لیګ اتلولي د کنساس ښار وګټله


د کنساس ښار لوبغاړي پټریک ماهوم ته د ترټولو ارزښتناک لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.
د کنساس ښار لوبغاړي پټریک ماهوم ته د ترټولو ارزښتناک لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

د امریکا د فوټبال ملي لیګ د کلنیو سیالیو په پایلوبه یا "سوپربول" کې د یکشنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۲) د کنساس ښار لوبډلې د سان فرانسیسکو لوبډلې ته ماتې ورکړه او دغه اتلولي یې وګټله.

دا د سوپربول ۵۸م پړاو و چې د نواډا ایالت په لاس وېګس ښار کې ترسره شو.

ددې اتلولۍ د ګټلو دپاره هر کال د امریکا له لر او بر څخه ۳۲ لوبډلې په خپلو کې سیالي کوي او د څو پړاونو وروسته یوازې دوه تر ټولو غوره لوبډلې سوپربول ته رسیږي.

د کنساس ښار لوبډلې تېر کال هم سوپربول ګټلی و.

د کنساس ښار د لوبډلې کوارټربیک یا غیررسمي کپتان پټریک ماهوم ته د ترټولو ارزښتناک لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

ماهوم له دې وړاندې هم دوه ځله دا جایزه ګټلې وه.

د تېرې شپې په پایلوبه کې د کنساس ښار د "چیفس" او د سان فرانسیسکو د "فورټي ناینرز" لوبډلې د ۱۶-۱۶ پواینټونو سره مساوي شوې او له کبله یې لوبه اضافي وخت ته لاړه.

په اضافي وخت کې سان فرانسیسکو لومړی درې پواینټونه وګټل، خو ماهوم د خپلې لوبډلې دپاره د شپږو پواینټونو یا "ټچ ډاون" په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوه او سیالي یې ۲۲-۲۵ د خپلې لوبډلې په ګټه پای ته ورسوله.

د امریکا د فوټبال ملي لیګ (ان اف ال) د نړۍ په کچه ترټولو قیمتي سپورتي اتلولۍ ګڼل کیږي چې د فوربز مجلې د معلوماتو له مخې، د لوبډلو مجموعي ارزښت یې د ۱۰۰ میلیارد ډالرو په شاوخوا کې اټکل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG