د هند دفاعي چارواکو پنجشنبې اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۹) وویل چې نوي ډیلي د بریدکوونکو اتومي اوبتلونو د جوړولو پلان تصویب کړی او ددغې پروژې لګښت شاوخوا ۵.۴ میلیارد ډالر ښودل شوی دی.
د هند په سمندر کې د چین د پراخېدونکي حضور سره د مقابلې لپاره نوي ډیلي د خپل پوځ د عصري کولو هڅې ګړندۍ کړي دي او په ځانګړي ډول د خپلو سمندري ځواکونو او په کور دننه د وسلو جوړولو د ظرفیت په لوړولو تمرکز کوي.
چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د صدراعظم نریندرا مودي کابینې د شپږو اتومي اوبتلونو د ټولګې د لومړنیو دوو جوړولو ته اجازه ورکړې ده. خو ددغو اوبتلونو د جوړولو د کار د بشپړېدو نیټه نده ښودل شوې.
چین د نړۍ تر ټولو لوی سمندري ځواک بلل کیږي چې له ۳۷۰ څخه زیاتې بېړۍ لري. دا د هند لپاره یوه امنیتي اندېښنه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له هغه راهیسې خړې پړې شوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د همالیا په غرونو کې پر ګډه پوله په نښتو کې ۲۴ پوځیان ووژل شول.
اتومي اوبتلونه د نړۍ تر ټولو قوي سمندري وسلې بلل کیږي چې د دودیزو په ډیزلو چلېدونکو اوبتلونو په پرتله ګړندي او خاموش دي، د اوبو لاندې د اوږدې مودې لپاره د پاتې کیدو وړتیا لري او په اسانه نه کشف کیږي.
د چین، فرانسې، روسیې او متحده ایالاتو په ګډون د ګوتو په شمار هېوادونه اتومي اوبتلونه لري.
هند له دې وړاندې له روسیې څخه دوه جنګي اتومي اوبتلونه په کرایه اخیستي وو او وروسته یې بېرته وروسپارل او اوس د نورو روسي اوبتلونو د کرایه کولو لپاره مذاکرات کوي.
د اتومي وسلو د توغولو د وړتیا لرونکي دا اوبتلونه به د هند په جنوبي بندر ویساکاپټنم کې ددغه هېواد د کښتیو جوړولو په مرکز کې تولیدیږي.
فورم \ دبحث خونه