د لاس رسي وړ اتصالات

بلېک واټر کمپنى د د ډزو په ١٩٥ پېښو کې لاس درلود


د متحده ایالاتوو دکانگریس یوې جرگی یو رپوټ برابر کړی او وایی چی د بلیک واټر په نوم د متحده ایالاتو امنیتی قراردادی موسسې د کال ٢٠٠٥ راهیسی په عراق کی لږترلږه د ډزو په ١٩٥ پېښو کی لاس لرلی دی.

دغه رپوټ، چی پرون خپور شوی دی، وایی چی په څه باندی اتیا فیصدو پېښو کی بلایک واټر لومړی په ډزو پیل کړی دی.

نن به د کانگریس د نظارت او څارنی او د حکومت د اصلاحاتو جرگه گی په عراق کی د متحده ایالاتو له خوا د خصوصی امنیتی ادارو نه دکار اخیستلو په باب خبری وکړی.

ددغی جرگه گی ریس د کلیفورنیا د ایالت ډیموکراټ وکیل هینر واکسمېن دی، چی د عراق دجنگ په مسله کی د جمهوریس بوش ډېر سخت مخالف دی.

د بلایک واټر امریکایی کارکونکو د سپټامبر په شپاړسمه په بغداد کی په هغو کی لاس درلود چی لږترلږه یوولس تنه عراقی ملکیان یې ووژل.

دغی موسسې وویل چی افرادو یې هغه وخت په ډزو بنا وکړه چی په هغه کاروان باندی چی دوی یې ساتنه کوله حمله وشوه.

په عراق کی عینی شاهدانو وویل چی د دغی موسسې افرادو بېله کوم دلیله په ډزو بنا وکړه.

XS
SM
MD
LG