افغانستان - Voice of America
افغانستان - Voice of America
د مرستو کمښت په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ بنسټونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ کړي
            <description>د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه نوي راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو کمېدو د ښځو په مشرۍ او د ښځو د حقونو مدافع سازمانونه تر سخت مالي فشار لاندې راوستي او د هغوی د فعالیتونو دوام یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.</description>
            <category>افغانستان</category><enclosure url="https://gdb.voanews.com/e562608b-21cb-4e6e-4a41-08de3cb97958_w800_h450.jpg" length="0" type="image/jpeg"/>
په نیویارک کې د افغانستان د موسمي تغیر او چاپیریالي وړتیا په اړه بحث
            <description>په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۸۱مې عمومي غونډې په څنډې کې د افغانستان د موسمي تغیر او چاپیریالي وړتیا په اړه غونډه وشوه. </description>
یونسف: میلیونونه افغان ماشومان له جدي خوارځواکۍ سره مخ  دي
            <description>د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف، په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت لا پسې خراب شوی او ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ (سوء تغذیه) سره مخامخ دي.</description>
            <category>افغانستان</category><enclosure url="https://gdb.voanews.com/6e0c9015-49b8-48e7-1eb4-08ddb86e284a_w800_h450.jpg" length="0" type="image/jpeg"/>
خلیلزاد: افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال، پاکستان جنګېدونکو وسله والو ته پناه ورکوله
            <description>د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايې چې په تېرو دریو لسیزو کې څرګنده شوې چې "په افغانستان کې د جنګیالیو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان د خبرو او کړنو ترمنځ یو لوی واټن شتون لري."</description>
            <category>افغانستان</category><enclosure url="https://gdb.voanews.com/414be6f3-bc10-4f28-abcf-cd2030121a94_w800_h450.jpg" length="0" type="image/jpeg"/>
پاکستان: نورستان کې مو د وسله والو ملاتړ نه دی کړی؛ طالبان: پوځ او ای اېس ای جنګیالي اړولي
            <description>د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايې چې پوځیانو او استخباراتي ادارې یې (ای اېس ای) په نورستان کې د طالبانو د حکومت د مخالفینو ملاتړ نه دی کړی.</description>
د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو د جنګیالیو ترمنځ نښتې شوي
            <description>پاکستاني امنیتي سرچینو جمعه د (سپټمبر په ۲۵مه) وویل چې د دواړو هیوادونو پر پوله یې د افغان طالبانو یو برید شنډ کړی او یو شمېر افغان طالب جنګیالي یې وژلي دي.</description>
په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ وضعیت
            <description>په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ د وضعیت په اړه د متحده ایالاتو د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمیسیون یوه غونډه  جوړه کړې وه.</description>
            <category>افغانستان</category><enclosure url="https://gdb.voanews.com/d6ea603e-6c7a-419d-cd1f-08de3bf6f1ff_cx0_cy11_cw0_w800_h450.jpg" length="0" type="image/jpeg"/>
پاکستان وايي افغانستان کې یې پر ۱۰ هدفونو هوايي بریدونه کړي
            <description>پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۴) وویل چې په افغانستان کې یې پر لسو هغو هدفونو باندې هوايي بریدونه کړي چې د دوی په وینا، ډرونونه پکې ساتل کېدل او د بریدونو لپاره پاکستان ته لیږل کیدل.</description>
په افغانستان د 'پاکستان بریدونه'؛ د اروپايي ټولنې استازولۍ په ملکي تلفاتو اندېښنه ښودلې
            <description>په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په کونړ او پکتیکا کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او د نړیوال بشري حقونو د قوانینو د رعایت غوښتنه کړې ده.</description>
            <category>افغانستان</category><enclosure url="https://gdb.voanews.com/5d9e41a3-c453-4afa-4a1f-08de3cb97958_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg" length="0" type="image/jpeg"/>
امریکا: طالبان نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو بد سرغړونکي دي
            <description>د امریکا د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت وایي طالبان نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو بد سرغړونکي دي او همدا دلیل دی چې د هغوی حکومت په رسمیت نه پيژني.</description>
            <category>افغانستان</category><enclosure url="https://gdb.voanews.com/696ec513-0880-4b07-10f4-08df13de54d1_cx0_cy1_cw0_w800_h450.jpg" length="0" type="image/jpeg"/>
د یوناما ماموریت او د نړیوالو مرستو د راجلبولو هڅې
            <description> د ۲۰۲۶ کال د ملګرو ملتونو عمومي ٨١مه غونډه په نیویارک کې په داسې حال کې کېږي چې لاهم نړۍ افغانستان  ته د یو جدي بحران  په سترګه ګوري.</description>
چارواکي او فعالان: د ښځو حقونه باید له طالبانو سره د تعامل په مرکز کې وي
            <description>د ملګرو ملتونو چارواکو، ډیپلوماتانو او د ښځو د حقونو فعالانو د دوشنبې په ورځ (سپټمبر۲۱) د ملګرو ملتونو د یو اتیایمې عمومي غونډې په څنډه کې ټینګار وکړ چې د افغان ښځو او نجونو حقونه باید له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په مرکز کې وي.
د غونډې ګډون والو وویل، که څه هم په افغانستان کې جګړه پای ته رسیدلې ده، خو پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لا هم دوام لري او نړیواله ټولنه باید یوازې د اندیښنو په څرګندولو بسنه ونه کړي، بلکې د حساب ورکونې، عدالت او د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې د ښځو د معنی لرونکي ګډون لپاره عملي ګامونه واخلي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک وايي چې د ښځو او نجونو حقونه باید له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په مرکز کې وي. ترک د ملګرو ملتونو د یو اتیایمې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه په جوړې شوې غونډه کې ټینګار وکړ چې نړۍ لا هم په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او پر ښځو د هغو اغېزو په اړه په کافي اندازه دریځ نه دی خپل کړی.
دغه غونډه د «په افغانستان کې ښځې او نجونې؛ پنځه کاله مقاومت، پیوستون او د حساب ورکونې لټون» تر عنوان لاندې د ایرلنډ حکومت او د ملالې صندوق له خوا د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه.
ولکر تورک وايي «که یو هېواد په بشپړ ډول مشخصې ژمنې ولري او دا ژمنې په تر ټولو څرګند ډول نقض کړي او په عمل کې د جنسیتي اپارتاید یو نظام رامنځته کړي، نو دا موضوع د نړیوالې اندېښنې په کچه په یوه مسئله بدلېږي. باید وښیو چې په افغانستان کې په رښتیا څه روان دي او هغه په خپل مشخص نوم یاد کړو.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د طالبانو له خوا د صادر شویو څه باندې ۲۰۰ فرمانونو ته اشاره وکړه، او زیاته یې کړه چې د ټول نفوس نیمایي برخه د لږ تر لږه ۲۰۰ فرمانونو له لارې نه شي ځپل کېدای.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې هلن مکنتي هم په دې غونډه کې وویل چې نړۍ باید په افغانستان کې د طالبانو د حساب ورکونې موضوع جدي ونیسي.
هغې زیاته کړه چې حکومتونو د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه په کافي اندازه خبرې کړې دي او اوس د عملي اقدام وخت دی. مکنتي وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ټول اساسي حقونه ترې اخیستل شوي دي.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیره هلن مکنتي وايي «باید له هر هغه دریځ څخه چې زموږ په واک کې دی، که سیاسي وي او که په نورو برخو کې، استفاده وکړو؛ نه یوازې د پیوستون د څرګندولو لپاره، بلکې د هغو فاجعو پر وړاندې د اقدام لپاره چې روانې دي. څو ځله ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو نږدې ټول اساسي حقونه ترې اخیستل شوي دي. موږ د دې وضعیت په اړه کافي خبرې کړې دي. اوس د اقدام وخت دی.»
د نجونو د زده‌ کړو فعاله ملاله یوسفزۍ هم د دې غونډې له ویناوالو څخه وه. هغې له نړیوالو مشرانو وغوښتل چې افغان ښځې او نجونې هېرې نه کړي او د هغوی د ځپلو د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.
یوسفزۍ وویل چې افغان ښځې، سره له دې چې له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي، لا هم د هغه څه پر وړاندې مقاومت کوي چې هغې د طالبانو «جنسیتي اپارتاید» وباله.
ملاله یوسفزۍ وايي «هغه څه چې هلته روان دي، جنسیتي اپارتاید دی. دا د ښځو او نجونو سیستماتیک ځپل دي او باید په همدې نوم یاد شي.»
په یوه بله غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه، یو شمېر کارپوهانو او د ښځو د حقونو فعالانو هم وویل چې په افغانستان کې د جګړې کمېدل د سولې په معنا نه دي او د ښځو له ګډون، عدالت او یوه ټول‌شموله سیاسي بهیر پرته په افغانستان کې تلپاتې سوله ناشونې ده.
په دې غونډه کې د افغانستان پخوانۍ په امریکا کې سفیره عادله راز، د نړۍ په کچه د ښځو په چارو کې د امریکا پخوانۍ سفیره میلان ورویر، د آیسلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیره کترین یاکوبسدوتیر، او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د دې غونډې له ویناوالو څخه وو.
تر دې مخکې طالبانو  د ملګرو ملتونو د سازمان او د بشري حقونو د مدافعو نورو بنسټونو هغه راپورونه رد کړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په اړه خپاره شوي وو. طالبانو ویلي چې د ښځو حقونه په افغانستان کې د «اسلامي شریعت» او «افغاني کلتور» په چوکاټ کې تأمینېږي. طالبانو همدارنګه پر ښځو لګېدلي محدودیتونه د افغانستان داخلي موضوع بللې ده.
            <category>افغانستان</category><enclosure url="https://gdb.voanews.com/10070000-0aff-0242-a1fc-08da55efbc13_w800_h450.jpg" length="0" type="image/jpeg"/>
د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان غبرګون
            <description>د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د سولې په اړه د ریاض کنفرانس ته د کابل د غبرګون غوښتنه کړې ده.</description>
            <category>افغانستان</category><enclosure url="https://gdb.voanews.com/c585423b-0b5d-4659-869c-1d21e5de73fc_w800_h450.jpg" length="0" type="image/jpeg"/>
  د بشري حقونو سازمانونه د افغانستان د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت نوی کول غواړي
            <description>د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او نورو مدني نړیوالو سازمانونو په یو لاسلیک شوی  پریکړه لیک کې د دغه سازمان د غړو هیوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د نوي کولو پوره ملاتړ وکړي.</description>
 د ملګرو ملتونو کارپوهان : پاکستان باید د افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي
            <description> ژنیو کې ملګرو ملتونو کارپوهان  وايي  پاکستان باید د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي چې د شکنجه کېدو او بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو له ګواښ سره مخ دي.</description>
            <category>افغانستان</category><enclosure url="https://gdb.voanews.com/01000000-0aff-0242-ec46-08dc0e7b18c6_w800_h450.jpg" length="0" type="image/jpeg"/>
ملګري ملتونه : د  ۲۰۲۳ کال راهیسې ۶.۵ میلیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي
            <description> د ملګرو ملتونو د کډوالو او راستنیدونکو چارو اداره  وايي د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې، افغانستان ته د اټکل له مخې ۶.۵ میلیونه کسان بېرته ستانه شوي دي.</description>
            <category>افغانستان</category><enclosure url="https://gdb.voanews.com/6614b234-ad9b-4ff1-1cc5-08ddd9b3b0f6_w800_h450.jpg" length="0" type="image/jpeg"/>
والتز: امریکا به د طالبانو له خوا د امریکايي اتباعو یرغمل کول ونه زغمي
            <description>په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د چارشنبې په ورځ (سپټمبر۱۶مه) د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډې کې وویل چې واشنګټن به د طالبانو له خوا د امریکايي اتباعو «یرغمل کول» ونه زغمي. </description>
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د ثبات په اړه اندېښنه ښودلې 
            <description>د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې (سپتمبر ۱۶) په غونډه کې  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) سرپرستې وویل چې د افغانستان ثبات ته «ستر خطرونه» د زیاتېدو په حال کې دي.</description>
میلان ویرویر افغان نجونو ته: مه نا هیلې کېږئ، تاسې هېرې شوې نه یاست
            <description>د ښځو د نړیوالو مسایلو لپاره د امریکا پخوانۍ سفیرې میلان ویرویر د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو ۲۵ کاله وروسته د افغان ښځو وضعیت د نړۍ تر ټولو ناوړه بللی  دی.</description>
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
            <description>ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر۱۶) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپلې درې میاشتنۍ (ربعي) ناستې کې د افغانستان په اړه ازاد بحث او غونډه وکړي.</description>