د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په نړۍ کې هره ورځ ۸۰۰ ښځې د زېږون په مهال مري


افغانستان هم په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې د زېږون په مهال په کې ډېرې میندې مري
افغانستان هم په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې د زېږون په مهال په کې ډېرې میندې مري

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په خپل تازه راپور کې په نړۍ کې میندوارو ښځو ته د روغتیايي اسانتیاو د نشتوالي او کموالي له کبله اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې د هغوی د مړینې اندازه کمه شوې نه ده.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د کلني راپور په اساس، چې تېره ورځ مۍ اوومه (حمل۱۸) خپور شوی، په نړۍ کې «هره ورځ ۸۰۰ ښځې د زېږون په مهال مري. دا شمېر له ۲۰۱۶ راپدیخوا هېڅ بدل شوی» نه دی.

راپور وايي چې په نړۍ کې په هرو لسو ښځو کې یوه ښځه نه شي کولای د خپل جنسي سلامتیا او میندوارۍ په اړه پرېکړه وکړي. وايي معلولې ښځې بیا تر نامعلولو ښځو لس برابره ډېرې له دغو ستونزو څخه کړېږي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د نفوس د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور «له یو بل سره اوبدل شوي‌ ژوندونه، د امید تارونه: د میندوارۍ او جنسي حقونو کې نابرابري ختمول» تر عنوان لاندې خپور کړی دی.

په راپور کې دا څرګنده شوې ده چې څنګه تبعیض او نابرابري د نړۍ په ډېرو برخو کې د ښځو د صحت او جنسي مسائیلو په اړه د ډېرو پرمختګونو مخه نیسي.

په راپور کې ویل شوي چې د دغه تبعیض او نابرابرۍ له کبله په نړۍ کې ډېرې ښځې له خطر سره مخامخ دي او اکثریت یې په بشري کړکیچ او جکړو کې په اېسارو هېوادونو کې دي. وايي په دغو هېوادونو کې چې میندوارې میرمنې مري، تر نیمایي یې د ډېرو د مړینې مخه نیول کېدای شي.

افغانستان هم په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي، چې د زېږون په مهال په کې د میندو د مړینې کچه زیاته ده. که څه هم د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په دغه راپور کې په مشخص ډول د افغانستان یادونه نه ده شوې، خو د طالبانو تر بیا راتګ مخکې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د کچې د زیاتوالې په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو چې د اسیا په کچه په دغه هیواد کې د میندواره مېرمنو مړینه زیاته ده.

دغه صندوق ویلي وو چې په افغانستان کې د «زېږون په مهال په هرو ۱۰۰زرو میندوکې ۶۳۸ یې» مري. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و که په دې برخه کې جدي توجه ونشي، په دغه هیواد کې به د زېږون پرمهال د میندو د مړینې کچه نوره هم زیاته شي.

د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق په خپل نوي راپور کې ویلي دي چې په پاکستان کې «په هرو ۵۰ دقېقو کې یوه میندواره میرمن د صحي اسانتیاو» او یا په وخت د درملو د نه موجودیت له کبله ساه ورکوي.

په راپور کې د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د نفوس د وجهي صندوق د مشر لوی شباني له خولې لیکل شوي‌ دي چې پاکستان باید د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

د امریکا غږ د ډیوې څانګې د راپور په اساس، په پاکستان کې د هرو ۱۵۰۰ ناروغانو لپاره یوازې یو روغتون موجود دی او په ټول پاکستان کې د میندوارو ښځو او ماشومانو لپاره د روغتیا ۷۵۶ مرکزونه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG