د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو نړیوال پروګرام: کابل کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمیر درې برابره شوی


عکس: ارشیف - په خوارځواکۍ اخته ماشومان
عکس: ارشیف - په خوارځواکۍ اخته ماشومان

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په کابل کې د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونو ته د مراجعینو شمېر درې برابره زيات شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د جمعې په ورځ (وري ۱۷) په ایکس ټولنیزې شبکې یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې وضعیت مخ په خرابېدو دی او د مرستو کمېدل یو له هغو عواملو څخه دی چې په خوارځواکۍ اخته ناروغان ډیر شوي دي.

د کابل د خوارځواکۍ د درملنې د یو مرکز یوه کارکوونکې، وایي په تېرو دوو کلونو کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.

هغې وويل، د مراجعينو شمېر دومره دى چې په دې مرکز کې په خوارځواکۍ د اخته ميندو او ماشومانو د داخلېدو لپاره ځاى نه شته.

د خوړو نړیوال پروګرام په ټول افغانستان کې د ۲۷۰۰ روغتیایی مرکزونو سره مرسته کوي چې په کې په خوارځواکۍ اخته میرمنو او ماشومانو درملنه کیږي.

تېر کال د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کړی و، چې په ټول افغانستان کې به نږدې ۸۰۰ زره میندواره او شیدې ورکوونکي ښځې په خوارځواکۍ اخته شي، خو په کلینیکونو کې دا شمېر ۱،۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د خوارځواکۍ د څانګې مشرې مونا شیخ ویلي و، تر دې دمخه ویلي وو چې سږ کال به په خوارځواکۍ د اخته میندوارو او شیدو ورکوونکو میندو شمېر زیات شي او پر دې سربېره به په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

مونا شیخ ویلي چې نړیوال پروګرام، په خوارځواکۍ د ټولو اخته کسانو څخه یوازې د ۱.۶ میلیونه کسانو د درملنې او مرستې پوښښ کولی شي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تر اوسه ۲۱۰ زره ماشومانو او ۱۴۰ زره میندو ته چې په معتدله خوارځواکۍ اخته دي او ۱۲۰ زره ماشومانو او میندو ته چې په سختې خوارځواکۍ اخته دي روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د دغه وزارت ویاند شرف زمان امرخېل تېره اوونۍ وویل چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو د درملنې لپاره ۲۲ زره نوي سایټونه جوړ شوي، په داسې حال کې چې پخوا د دغو مرکزونو شمېر ۸۰۰ ته رسېده.

د امرخېل په وينا، د نويو سايټونو په جوړېدو سره د خوارځواکۍ د درملنې خدمتونه لرې پرتو سيمو ته پراخ شوي، هغه سيمې چې پخوا په کې دغو خدمتونو ته لاسرسى نه و.

دا پداسې حال کې دي چې په ۲۰۲۳ کال کې د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د نشتوالي له امله اړمنو خلکو شمیر له ۱۵ میلیونو څخه پنځه میلیونو ته راټیټ کړ.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي لا هم په لوړه کچه ده او اټکل کیږي چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به ۱۵،۸ میلیونه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ شي.

د ماشومانو لپاره د دغه سازمان وجهي صندوق ویلي دي چې د ټولو هغو کسانو له جملې څخه چې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي، ۳،۶ میلیونه کسان په بیړني حالت کې او شاوخوا ۱۲،۳ میلیونه نور یې په کړکېچن حالت کې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG