د لاس رسي وړ اتصالات

د تاشکند د غونډې پای؛ د طالبانو او نړۍ د چارواکو غبرګونونه


د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس نن چهارشنبې ۲۷ جولای (زمری ۵) پای ته ورسید. په دغه کنفرانس کې د نږدې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه.

د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړي استازي تامس ویسټ چې د تاشکند په کنفرانس کې یې ګډون ورلود، پر ټوېټر باندې په یو لړ خپرو کړیو پیغامونو کې ویلي چې د طالبانو له چارواکو سره په خبرو کې یې افغان نجونو ته د زده کړې د حق په ورکولو باندې ټینګار کړی دی.

ښاغلي ویسټ لیکلي: "تقریبا د ټولو هېوادونو استازو له طالبانو وغوښتل چې د متوسطه ښوونځیو او لېسو نجونو ته د زده کړې اجازه ورکړي او بې ځایه مخنیوی ونکړي".

هغه ویلي چې د تاشکند د غونډې ګډون کوونکو د افغانستان له خاورې پر ګاونډیو هېوادونو باندې د وروستیو راکټي بریدونو په تړاو، د داعش د ډلې په خلاف د طالبانو عملیات وستایل خو "په افغانستان کې د القاعدې، تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو د موجودیت په اړه یې ژوره اندېښنه وښودله".

د طالبانو حکومت په خپله یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه کنفرانس کې دوی ته د نړیوالې ټولنې له خوا پر شویو وړاندیزونو باندې جدي غور کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې په کنفرانس کې د شاملو هېوادونو استازو د افغانستان ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته په احترام ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت، اقتصادي پرمختګ دپاره او همدارنګه د ترهګرۍ او په مخدره موادو پورې د تړلو جرمونو د مخنیوي د هلو ځلو سره به همکاري کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی توماس نیکلاسن د تاشکند کنفرانس د نړیوالې ټولنې لپاره یو فرصت ګڼلی چې له طالبانو څخه د خپلو غوښتنو په لاره کې خپل یووالي وښيي.

"طالبان" او د "افغانستان حکومت"

ښاغلي نیکلاسن پر ټویټر باندې په خپاره شوي پیغام کې هغه ادعاوې بې بنسټه بللي چې وايي طالبانو ته په دغه کنفرانس کې د "افغانستان حکومت" خطاب شوی دی. هغه ویلي چې اروپايي ټولنه طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني او په کنفرانس کې دغې ډلې ته "طالبان" خطاب شوی دی.

د اروپايي ټولنې دغه چارواکي د طالبانو د یوه ویاند په ځواب کې، چې دغه ادعا یې کړه ده، لیکلي: "طالبان باید خبرو ته غوږ نیول زده کړي".

د ازبیکستان د بهرنیو چارو د وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د تاشکند غونډې، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو استازو پکې برخه لرله، یوازې د اعلامیو پر خپرولو بسنه نده کړې او د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګولو او اقتصاد د بیا پر پښو درولو په اړه یې جدي بحثونه کړي دي.

د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د تاشکند په غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړې او ویلي یې دي چې دغه کنفرانس طالبانو ته هیڅ ډول مشروعیت نه ورکوي.

هغې په دې اړه پر ټویټر په خپل پیغام کې لیکلي: "زه له طالبانو سره په مذاکره کي ګډون نه کوم او خپلو همکارانو ته د افغانستان د ثبات او اقتصادي پراختیا په لاره کې د هلو ځلو د بري هیله کوم".

مېرمن امیري لیکلي: " د تاشکند په کنفرانس کې د نجونو د تعلیم د حق او د اقتصاد سره د مرستې په موخه، د مېرمنو د کار کولو له حق څخه قوي نړیوال ملاتړ ولیدل شو. د کنفرانس اکثرو ګډون والو په افغانستان کې د ټولشموله سیاسي بهیر غږ وکړ او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ملاتړ ونشو".

هغي زیاته کړې: "تر هغو چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ونشي او ټولشموله سیاسي بهیر پیل نشي، په افغانستان کې امنیت، اقتصادي ثبات او سوله نشي راتلای".

دا دوهم ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دا چارواکې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته له کښېنستو څخه ډډه کوي.

امیري د جولای د میاشتې په پیل کې، د افغانستان د ښځو او نجونو څخه د ملاتړ دپاره، د احتجاج په ډولو، په قطر کې له طالبانو سره د مذاکرې میز ته نه وه حاضره شوې.

د طالبانو رسمیت پيژندنې په وړاندې خنډونه

نړیوالې ټولنې د طالبانو په رسمیت پېژندلو دپاره شرط ایښی چې په حکومت کې ټولو قومونو او لږکیو ته ځای ورکړي، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کار او زده کړې حق ته درناوی ورکړي او له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

د امریکا متقاعد جنرال او ددغه هېواد د استخباراتو د مرکزي ادارې (CIA) پخوانی مشر ډېوډ پټرییس وايي چې د بشري حقونو په برخه کې، په ځانګړي ډول د نجونو پر زده کړې باندې د طالبانو لګېدلي بندیزونه ددې لامل شوي دي چې نړۍ د طالبانو په رسمیت پیژندلو کې بیړه ونکړي.

پټرییس د طالبانو د چلند په اړه وویل: "هغوی غواړي په محافظه کار ډول، له اسلام څخه د خپل تعبیر له مخې، هېواد اتمې او نهمې پیړۍ ته ستون کړي. له همدې آمله په افغانستان کې د طالبانو له رژیم سره د اړیکو نیولو دپاره باید دلایل موجود وي".

نړیواله ټولنه او د بشري حقونو ملاتړ کوونکې ډلې طالبان تورنوي چې د افغانانو بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي، خلک په صحرايي محکمو کې وژني او ښځو ته آزادي نه ورکوي.

د طالبانو چارواکو ویلي دي چې د افغانستان ټولو وګړو ته یې د اسلام د ښوونو او د افغانستان د کلتور له مخې آزادي ورکړې ده.

د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو دا ادعا "بې اساسه" ګڼي چې د دوی تګلاره د افغانانو د کلتور سره سمه ده او وايي چې د افغانستان اکثریت خلک د خپلو اولادونو د زده کړې، کار او راتلونکي د جوړولو د حق غوښتنه کوي.

د افغانستان د پخواني جمهور رئیس اشرف غني د حکومت مرستیال امرالله صالح د تاشکند د غونډې په غبرګون کې، په خپل پیغام کې ویلي چي طالبان "دروغجن" دي او مشروعیت نه لري.

ښاغلي صالح په فیسبوک کې په خپاره شوي دغه پیغام کې ویلي "د تاشکند په غونډه کې د طالبانو ماتې او سرټیټي دې ټولو ته مبارک وي. د طالبانو بې محتوا، له واقعیت څخه لیرې درواغو کیسو هیڅوک دې ته و نه هڅول چې دغې جاهلې او جنایتکارې ډلې ته د حکومت خطاب وکړي".

د افغانستان په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو ۱۱ میاشتې پوره کیږي او تر اوسه د نړۍ هیڅ کوم هېواد ددغې ډلې حکومت په رسمېت نه دی پیژندلی‌.

XS
SM
MD
LG