د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان کې د پولیو، ملاریا او ډینګي تبې پېښې زیاتې شوې


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر، قلندر عباد د چهارشنبې په ورځ، جنوري لسمه (مرغومی ۲۰مه) د روغتیا په نړیوال کنفرانس کې چې د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې جوړه شوې وه، وویل چې په افغانستان کې د ملاریا او د هډوکو ماتوونکې تبې (ډینګي تبې) ناروغۍ پيښې مخ په زیاتیدو دي، خو د نوموړي په خبره د پولیو (ګوزڼ) په پیښو کې بیا د پام وړ لږوالي راغلی دی.

د پولیو ویروس له افغانستان او پاکستان پرته په ټوله نړۍ کې له منځه تللی دی. په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې د پولیو ۱۲ پېښې، چې شپږ یې په افغانستان او شپږ یې په پاکستان کې وې، ثبت شوي‌ دي. خو په روان کال کې په دغو دواړو هېوادونو کې د پولیو کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې.

پدغه نړیوال کنفرانس کې چې د امريکا او ملګرو ملتونو په ګډون د ٧٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو په کې ګډون کړى وو، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر وويل: "پوليو لا هم د افغانستان او پاکستان لپاره يو جدي ګواښ دى. په افغانستان کې ددغه ویروس د له منځه وړلو لپاره موږ خپلې وروستۍ هڅې کوو.... له نېکه مرغه موږ په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي."

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد کې د پولیو د واکسین د کمپاین کیفیت او ساحه پراخه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه په افغانستان کې د "ایچ آی وي-ايډز" د پيښو د لږ زیاتوالي خبر ورکړی، خو پدې اړه یې نور جزیات ور نه کړل.

نوموړی اقلیمي بدلونونه د افغانستان د روغتیا په برخه کې د ځینو بیړنیو حالاتو زیږنده بولي. هغه له افغانستان او نورو مخ پر ودې هېوادونو سره د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه، څو دغه هېوادونه وکولای شي خپل روغتیايي سیستمونو ته وده ورکړي او همدارنګه د ساري ناروغیو په وړاندې د مبارزې په برخه کې له سیمه ییزو متخصصینو څخه د کار اخیستو جوګه شي.

عباد زیاته کړه چې په افغانستان کې "د ملي ظرفیت د لوړولو پر ځای، ډیر بهرني کارکوونکي په لوړو معاشونو هغه کارونه ترسره کوي، چې ځايي کارکوونکي یې په ټیټو معاشونو ترسره کولای شي."

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په نړۍ کې هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دغه ډله د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز لګولو او همدارنګه د یوې ډلې او قوم لخوا د حکومت جوړولو له امله له پراخو نړیوالو نیوکو سره مخ دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره دغه هېواد په میلیاردونو ډالره بهرنۍ مرستې له لاسه ورکړې او دغه وضعیت د نورو سکټورونو په څېر د افغانستان د روغتیا سکټور چې تر ډېره پر بهرنیو مرستو پورې تړلی و، له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

پدې کنفرانس کې د پاکستان صدراعظم انوارالحق کاکړ، د ساري ناروغیو لکه کوویډ - ۱۹ او د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوي بیړني حالتونو سره د مبارزې لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه. هغه وویل: "په نړۍ کې هیڅ هیواد، که هر څومره هم ځواکمن وي، په یوازې توګه نشي کولی د دې ننګونو سره مقابله وکړي."

په پاکستان کې د متحدو ایالتونو سفیر، ډونالډ بلوم د نړیوال روغتیا امنیت لپاره د نړیوال ګډ اقدام د غوښتنې ملاتړ وکړ او همداراز یې د سیمه ایزو او نړیوالو ګواښونو سره د مبارزې لپاره له شریکانو سره همکاري ترټولو اغیزمنه لاره وبلله. هغه روغتیا د هر مخ پر ودې هیواد د راتلونکي بنسټ وباله او ویې ویل، چې د امریکا متحده ایالتونه به د دې راتلونکي په جوړولو کې قوي شریک او ملګری وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG