د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف: لا هم د افغانستان له خاورې ګواښونه دوام لري


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې لا هم د افغانستان له خاورې څخه ګواښونه دوام لري، ځکه چې د هغه په وینا د القاعدې او داعش ډلو په څیر د تروریستي ډلو هستې لا هم په دغه هیواد کې شته دي.

د تاس خبري اژانس د جمعې په ورځ جون ۲۱ (چنګاښ لومړۍ) راپور ورکړی چې لاوروف د ټولیز امنیت تړون د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: "د طالبانو حکومت له دغو تروریستي ډلو سره جنګیږي او موږ له دغې مبارزې سره مرسته حیاتي ګڼو."

لاوروف دغه راز وویل چې د ټولیز امنیت تړون د سازمان غړو هیوادونو د طالبانو له حکومت سره د دوامداره پروژه محورو خبرو پر اړتیا توافق کړی دی.

هغه زیاته کړه: "په ټوله کې موږ د واقعي پروژو د عملي کولو په هدف د طالبانو له حکومت سره چې په حقیقت کې د هیواد (افغانستان) کنټرول په لاس کې لري د باثباته، دوامدارو او اساسي خبرو اترو پلويان یو."

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي‌ واسیلي نبنزیا تیره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې له طالبانو سره له خبرو اترو پرته په افغانستان کې تلپاتې سوله نه شي راتللی.

هغه ټینګار وکړ:‌ "موږ باور لرو چې د افغانستان په تړاو هر ډول رغنده بحث د اوسني حاکمانو د چارواکو له مستقیم دخالت پرته ممکن نه دی. روسیه په سولې او ثبات کې د ژوند کولو لپاره د افغانستان د خلکو له حق او غوښتنې څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي او په سیمه کې ثبات له دې سره تړاو لري."

د هغه په وینا له روان کړکیچ څخه د افغانستان وتل او له نړیوالې ټولنې سره د دغه هیواد بیرته یوځای کیدل دې مسلې پورې تړلی دی.

د مسکو له تور لیست څخه د طالبانو ایستل د روسیې چارواکو تائید کړې ده چې مسکو غواړي د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو نوم لیرې کړي او ملګرو ملتونو ویلي چې دا واقعیت مني.

د تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې او په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندویه استازولۍ مشرې روزا اوتنبایووا ویلي که روسیه د غیرقانوني سازمانونو له لیست څخه د طالبانو نوم لیرې کړي،‌ ملګري ملتونه یې د یو بشپړ واقعیت په توګه مني.

اوتنبایووا د تاس د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ویلي: "دا به د ژوند یو واقعیت وي او د بحث لپاره به په کې څه نه وي. تر کومه چې زه پوهېږم ژر به په دې
اړه فرمان د ولادیمیر پوټین [د روسیې ولسمشر] له خوا لاسلیک شي."

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له دې وړاندې ویلي و چې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو له ولسمشر پوټین څخه غوښتي دي چې له تور لیست څخه د طالبانو نوم لیرې کړي.

روسیې په ۲۰۰۳ کال کې د طالبانو نوم د تروریستي ډلو په لیست کې شامل کړ خو له کلونو راهیسې یې له دغې ډلې سره اړیکې پیاوړې کړې دي.

روزا اوتنبایووا ویلي چې له دې وړاندې قزاقستان د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د لیرې کولو په برخه کې اساسي ګام پورته کړی دی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د جون په درېیمه وویل چې د قزاقستان د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د طالبانو نوم لیرې کړی دی.

طالبانو د قزاقستان له دغه اقدام څخه هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې دا تصمیم به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو په ځانګړې توګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لامل شي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول خو تر اوسه کوم هیواد یا نړیوال سازمان د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG