د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکايي خصوصي شرکت یوه فضايي بېړۍ سپوږمۍ ته واستوله


فضايی ماموریت
فضايی ماموریت

د امریکا په هیوسټن کې د انتویتیف مشینز له لوري جوړه شوې تحقیقاتي فضايي بېړۍ د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغه۲۶) د فلوریډا له ایالت څخه سپوږمۍ ته واستول شوه.

پلان دا دی چې دا فضايي بېړۍ به د سپوږمۍ په مخ او سطحې کې ښکته کېږي. تر دې ۵۰ کاله مخکې د امریکا یوه بله تحقیقاتي فضايي بېړۍ د سپوږمۍ په سطحې کې ښکته شوې وه. خو دا لومړی ځل دی چې یو خصوصي امریکایي شرکت داسې یو ماموریت ترسره کوي.

د دې بېړۍ نوم اودیسیوس دی او د ناسا د کېنډي له فضايي مرکز څخه د ایلن ماسک د سپیس ایکس شرکت د فالکان-۹ راکټ په مرسته وتوغول شوه.

ټاکل شوې وه چې دا بېړۍ د چهارشنبې په ورځ خپل سفر پیل کړی وای، خو د ناستې د سطحې په محرک سیستم کې د غیر منظم حرارت له کبله ۲۴ ساعتونه وځنډول شوه.

دا فضايي بېړۍ یو لړ وسائیل هم له ځان سره انتقالوي چې د سپوږۍ له شاوخوا څخه د معلوماتو ټولولو لپاره برابر شوي. تر دې مخکې د خصوصي شرکتونو دا ډول درې ماموریتونه ناکام شوي وو.

ټاکل شوې چې دا فضايي بېړۍ به له یوې اوونۍ پرواز څخه وروسته د فبرورۍ په ۲۲ نېټه د سپوږمۍ په جنوب قطب کې ښکته شي.

که دا تحقیقاتي بېړۍ د سپوږمۍ په سطحې کې په بریاليتوب سره ښکته شي، دا به د یو خصوصي شرکت له لوري دا ډول لومړی کنترول کېدونکی ماموریت وي او په ۱۹۷۲ کال کې د اپولو له ناستې وروسته دویم ځل وي چې داسې کار کېږي.

د متحدو ایالتونو فضايي مرکز تېره میاشت وویل چې سپوږمۍ ته د ستور مزلو سفر له ۲۰۲۵ څخه ۲۰۲۶ کال ته ځنډوي.

چین وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې به خپل ستور مزلي سپوږمۍ ته استوي.

امریکا، روسیه او چین هغه درې هېوادونه دي چې د سپوږمۍ کې یې خپلې فضايي بېړۍ کینولې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG