د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په هوايي حریم کې د یو شکمن بالون څرګندیدل


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ، فبروري ۲۳ (کب څلورمه) د یوتا ایالت د پاسه د یو کوچني بالون له تعقیب کولو خبر ورکړ.

د سي بي اس خبري اژانس د خبر له مخې، د شمالي امریکا د فضایي دفاع قوماندانۍ (نارډ) په یوې خبرپاڼې کې ویلي، دغه بالون یې چې د ۴۳ او ۴۵ زرو فوټو په لوړوالی په حرکت کې وو ، تعقیب کړی دی.

په خبرپاڼۍ کې راغلي: "دغه بالون د یوتا ایالت په شاوخوا کې د شمالي امریکا د فضایي دفاع قوماندانۍ جنګي الوتکو لخوا ولیدل شو او تر ارزونو وروسته معلومه شوه چې د لوړ مانور قابلیت نلري او همدارنګه د امریکا ملي‌امنیت ته یې کوم ګواښ نه دی رامنځته کړی."

خبرپاڼۍ کې همداراز ویل شوي، چې د شمالي امریکا د فضایي دفاع قوماندانۍ به ددغه مکعب ډوله بالون تعقیب او څارنې ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د متحده ایالاتو د هوایی چلند ادارې هم ویلي چې دغه بالون د امریکا په هوايي حریم کې د الوتکو خوندیتوب ته هیڅ راز ګواښ نه دی متوجه کړی.

یو امریکايي چارواکي سي بي ایس خبري اژانس ته ویلي، داسې بریښي چې دغه بالون له یو ډول پولیتیلین څخه جوړ شوی وي چې د مکعب په شکل یو کوچنی جعبه لري. هغه وویل، لا معلومه نه ده چې دغه بالون د کوم ځای څخه راغلی او وروستې موخه یې کوم ځای دی.‌

دا بالون پداسې حال کې د امریکا په هوايي حریم کې لیدل کیږي، چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د تیر کال په فبرورۍ میاشتې کې،‌ د جنوبي کارولینا ایالت په ساحل کې د چین یو جاسوسي بالون نسکور کړ.

د امریکا دفاع وزارت د متحده ایالاتو هوایي حریم ته د دې بالون راتګ د "امریکا د خودمختارۍ نه منل کیدونکې سرغړاونه" بللې وه. د دفاع وزارت ویلي چې دې بالون د شمالي امریکا په هوایي حریم کې څو ورځې تیرې کړي چې د بیجنګ او واشنګټن تر منځ د جنجال پیدا کیدو سبب شوه.

چین هغه مهال تائید کړه چې د متحده ایالاتو په هوایي حریم کې بالون د هغوی و او هغه یې ملکي هوایي بیړۍ بللې وه. چین ویلي وو، چې دا بالون د خپل ټاکلي مسیر څخه بلې خوا تللې وه. د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي وو، چې امریکا ته د دې بېړۍ ننوتل غیر قصدي وو او له امريکا یې غوښتنه کړې وه چې دغه مسله په "ارامه او مسلکي توګه" حل کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG