د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د ۲۰۲۱ کال وروسته یو نیم میلیون افغانان ایران او پاکستان ته کډه شوي


د مهاجرت سازمان ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې تقریبآ یو میلیون افغانان د ایران او پاکستان له پنځو سرحدي دروازو څخه افغانستان ته او یا له افغانستان څخه دغو هېوادونو ته تللي او راغلي دي
د مهاجرت سازمان ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې تقریبآ یو میلیون افغانان د ایران او پاکستان له پنځو سرحدي دروازو څخه افغانستان ته او یا له افغانستان څخه دغو هېوادونو ته تللي او راغلي دي

د جون د میاشتې شلمه په نړۍ کې د پناه غوښتونکو او کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي. سږکال ملګري ملتونه دا ورځ د پناه غوښتونکو سره د پیوستون او هغوی ته د ښه راغلاست ترنامه لاندې نمانځي.

د ملکرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیرش د دغې ورځې سره هم مهاله له هیوادونو غوښتي چې خپل سرحدونه دې د کډوالو پرمخ پرانیځي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) وايي، په نړیواله کچه د جبري بې ځایه شویو شمېر په داسې حال کې بې ساري کچې ته رسیدلی چې د غزې، سودان او میانمار په څېر هیوادونو کې جګړو ډېر خلک له خپلو کورونو تېښتې ته اړ کړي دي.

یو ان ایچ سي ار په یو راپور کې ویلي، د تېر کال په پای کې ۱۱۷.۳ میلیونه کسان بې ځایه شوي وو، خو د اپریل په پای کې، دا شمیرنورهم لوړ شوی، چې د اټکل له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۲۰ میلیون خلک په کډوالۍ کې ژوند کوي. دا شمیر یو کال دمخه ۱۱۰ میلیون ښودل شوی و.

ملګرو ملتونه وايي چې افغان کډوال د شمیر له پلوه په نړۍ کې په درېیمه درجه کې ځای لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یو راپور کې ویلي چې اوس مهال په ایران او پاکستان کې ۷.۴۲ میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې ۱.۶ میلیونه یې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغو هیوادونو ته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کیشنرۍ د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر د میاشتې د شمیر له مخې ویلي چې درې میلیونه ۷۵۲ زره افغان کډوال په ایران کې او دوه میلیونه او ۴۹ زره نور پاکستان کې ثبت شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې ددغه شمیر سربیره یو میلیون نور افغان کډوال د ۲۰۲۱ کال وروسته ایران او ۶۰۰ زره نور پاکستان ته کډه شوي دي. همداشان یواین ایچ سي ار ویلي چې په اوزبیکستان کې ۹۴۰۰، تاجیکستان کې ۸۵۰۰ او په ترکمنستان کې هم ۳۶۰۰ افغان کډوال ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې اوس مهال په نړۍ کې ۹.۲ میلیونه افغانان په یو شمیر هیوادونو کې د کډوالۍ ژوند تیرولو ته اړ شوي دي. دغې ادارې ویلي چې په دغه شمیر کې ۵.۶ میلیونه یې کډوال دي او پاتې نور یې د کډوالۍ ورته حالت کې ژوند کوي او هم ۲۹۵ زره نورو په یو شمیر هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د شمیرنو له مخې ددغه شمیر شاوخوا اوه میلیونه یې په ایران او پاکستان کې اوسیږي. خو د طالبانو حکومت ویلي چې له دغو دوو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د شړلو بهیر پرته د کوم ځنډ څخه دوام لري او هره ورځ ددغو دوو هیوادونو څخه تر ۲۰۰۰ پورې افغان کډوال خپل هیواد ته شړل کیږي..

د طالبانو د حکومت د ستنیدونکو کډوالو د کمیسیون ویاند قاري محمد یوسف احمدي د جون لسم (جوزا ۲۱) خبریالانو ته ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه ایران او پاکستان ۴۰۰ زره افغان کډوال له دغو هیوادونو څخه افغانستان ته شړلي دي.

ښاغلي احمدي ویلي: "د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې دوو ګاونډیو هیوادونو په جبري ډول له ۴۰۰ زرو څخه زیات کډوال افغانستان ته شړلي دي، چې ۷۵ فیصدو د شړلو مسوولیت د پاکستان په غاړه دی".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" هم له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ څخه د اپریل تر میاشتې له ایران او پاکستان څخه نږدې ۴۴۰ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي.

اوچا د ستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه د مې د میاشتې په راپور کې چې د جون ۱۳ (جوزا ۲۴) یې خپور کړی ویلي چې په دغه موده کې ۳۹۲۶۰۰ افغان کډوال له ایران او ۴۹۳۰۰ نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي

اوچا ویلي: "په روان کال کې تراوسه ۴۳۹.۹ زره کډوالو له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. ۴۷.۳ زره کډوال له پاکستان څخه او په کم شمیر نور له نورو هیوادونو څخه هم افغانستان ته ستانه شوي دي

د پاکستان حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې د مرستې رسونې د ادارو د معلوماتو له مخې په ترڅ کې یې تراوسه شاوخوا ۵۹۰ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د خپلو کورنیو قوانینو له مخې چې د نړیوالو قوانینو سره هم اړخ لګوي یوازې د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال له خپل هیواد څخه شړي.

همداشان د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د جون په ۱۴ ( جوزا ۲۵) خبریالانو ته ویلي چې د خپل هیواد شرایطو ته په پاملرنې نشي کولای چې غیرقانوني کډوال په خپل هیواد کې ومني.

هغه ویلي: "ټول غیرقانوني وګړي باید خپلو هیوادونو ته ستانه شي او د یوشمیر نورو لپاره چې د ولایت د صلاح له مخې د شتون په برخه کې ستونزې نشته باید چې ددغسې وګړو اوسیدانه تنظیم او دقیقه څارنه یې وشي".

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان (IOM) وایي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې تقریبآ یو میلیون افغانان د ایران او پاکستان له پنځو سرحدي دروازو څخه افغانستان ته او یا له افغانستان څخه دغو هېوادونو ته تللي او راغلي دي.

د دغه راپور په اساس د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د مارچ تر پای پورې څه باندې ۵۶۷زره کسان د ایران او پاکستان له لارې افغانستان ته داخل شوي دي او څه باندې ۴۰۶زره نور کسان بیا له افغانستان څخه پاکستان او ایران ته تللي دي.

په راپور کې ویل شوي دي: "له افغانستان څخه ایران ته د خلکو داخلېدل له ایران څخه افغانستان ته د خلکو تر تګ زیات وو."

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي افغانان یوازې د امنیت او اقتصادي فرصتونو لپاره دغو هېوادونو ته تللي نه دي، بلکې یو شمېر یې د علاج لپاره او د کورنیو د لیدو لپاره هم تللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG