د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان فضايي بیړۍ د سپوږمۍ د دويمې سړې شپې څخه روغه ووتله


د فضايي محاسبو پر بنسټ، په سپوږمۍ کې دوې اوونۍ ورځ او دوې اوونۍ شپه وي او د شپې له خوا هوا، د سانتي ګراد په کچه تر منفي ۱۹۰ درجې را ښکته کیږي. همدارنګه د ورځې له خوا د تودوخې درجه بیا د سانتي ګراد په کچه تر ۱۲۷درجو پورې رسیږي.‌
د فضايي محاسبو پر بنسټ، په سپوږمۍ کې دوې اوونۍ ورځ او دوې اوونۍ شپه وي او د شپې له خوا هوا، د سانتي ګراد په کچه تر منفي ۱۹۰ درجې را ښکته کیږي. همدارنګه د ورځې له خوا د تودوخې درجه بیا د سانتي ګراد په کچه تر ۱۲۷درجو پورې رسیږي.‌

د جاپان فضايي ادارې (جاکسا) وايي، چې د دوی تحقیقاتي فضايي بیړۍ د سپوږمۍ د دويمې سړې شپې څخه روغه وتلې او ځمکې ته یې نوي عکسونه لیږلي دي.

د یادونې وړ ده چې د سپوږمۍ یوه شپه د ځمکې د دوو اونیو سره برابره ده.

د جاپان فضايي ادارې (جاکسا) دمخه ویلي و چې دغه تحقیقاتي فضايي بیړۍ د " د سپوږمۍ د شپې له منفي ۱۳۰ درجې یخنۍ" څخه د خوندي پاتې کیدو لپاره نه ده ډیزاین شوي، د پنجشنبې په ورځ په خپل ایکس پاڼې کې د سپوږمۍ د شپې له سختې یخنۍ څخه ددغه فضايي بیړۍ د روغ وتلو په اړه په یو پیغام کې لیکلي: "موږ تیره شپه د سلیم - SLIM څخه ځواب ترلاسه کړ. پدې توګه موږ تائيدو چې دغه فضايي بیړۍ په بریالیتوب سره د سپوږمۍ د دويمې سړې شپې څخه په بشپړه توګه روغه وتلې ده."

په پیغام کې چې د یوې تیږې له تور او سپین عکس سره خپور شوی دي، راغلي دي: "له هغه ځایه چې لمر لا په اسمان کې ځلیدی ... او وسایل لا تاوده وو، موږ د نورو اکتشافي فعالیتونو په منځ کې وتوانیدو چې د جهت موندنکي کامرې په مرسته د شاوخوا عکسونه واخلو."

له متحده ایالاتو، پخواني شوري اتحاد، چین او په دې وروستیو کې د هند وروسته جاپان د روان کال د جنوري پر ۲۰ (مرغومي ۳۰مه) وتوانید چې د "سلیم - SLIM" په نوم دغه ځیرکه تحقیقاتي بیړۍ د سپوږمۍ پر سطحه په خوندي توګه کښینوي.

خو دغه ځیرکه تحقیقاتي بیړۍ د سپوږمۍ پر سطحه د خوندي کښته کېدو سره سره، نسکوره شوه او د هغه لمریز پینلونه د لمر مخالف لوري ته برابر شول او همدارنګه له ځمکې سره یې اړیکه پرې شوه، چې بیا څه موده وروسته بیرته‌ په سم او ټاکلي موقعیت کې ځای پرځای شوه.

له دې وړاندې سپوږمۍ ته د تللو دپاره د جاپان د تیرو دوو ماموریتونو په شمول ګڼ ماموریتونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

همدارنګه په سپوږمې کې د ورځې له خوا زیاته تودوخه، د جاپان د دغه تحقیقاتي فضايي بیړۍ په ګډون ټولو سپوږمکیو ته ستونزې رامنځته کولای شي‌.

د فضايي محاسبو پر بنسټ، په سپوږمۍ کې دوې اوونۍ ورځ او دوې اوونۍ شپه وي او د شپې له خوا هوا، د سانتي ګراد په کچه تر منفي ۱۹۰ درجې را ښکته کیږي. همدارنګه د ورځې له خوا د تودوخې درجه بیا د سانتي ګراد په کچه تر ۱۲۷درجو پورې رسیږي.‌

ټاکل شوې وه د جاپان دغه فضايي بیړۍ د سپوږمۍ پر سطحه په هغې لویې کندې کې کښته شي چې باور کیږي د سپوږمۍ تل یا داخلي برخه پکې ښکاره ده.

بلخوا د جاپان د فضايي ادارې (جاکسا) لخوا د سپوږمۍ د دويمې سړې شپې څخه د سلیم – SLIM فضايي بیړۍ د روغ وتلو خبر پداسې حال خپریږي، چې د اوډیسه په نوم په یو امریکايي خصوصي شرکت پورې اړوند فضايي بیړۍ چې د سپوږمۍ پر سطحه پر يو تحقیقاتي ماموریت بوخته وه، د سپوږمۍ له سړې شپې څخه روغه ونه وتله.

تمه کېدله دغه فضايي بیړۍ چې د کب پر ۱۱مه نېټه، د سلیم – SLIM فضايي بیړۍ په څیر د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې په یوه ناسمه زاویه کښته شوی وه، بیا فعاله شي، خو په پایله کې د هغه جوړونکې امریکايي‌ خصوصي شرکت "انټوټیو مشینز"، ددغه فضايي بیړۍ د ماموریت پای اعلان کړه.

یاده دې وي چې شاوخوا ۵۰ کاله وړاندې په سپوږمۍ کې د انسانانو له کښته کیدو راهیسې مختلفو هېوادونو او خصوصي شرکتونو هڅه کړې ده چې سپوږمۍ ته ځان ورسوي.

په دې هڅو کې روسیه، چین، جنوبي کوریا، متحده عربي امارات او ګڼ نور هېوادونه شامل دي، خو تراوسه زیاتره ماموریتونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG