د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ایران تمه لري د هلمند سیند اوبه ور روانې وې


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ددغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي اوافغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او کابل کې ددغه هیواد د سفیر حسن کاظمي قمي ترمنځ د کتنې خبر ورکړی او ویلي دي چې ایراني چارواکي د ایران سیستان ولایت ته د هلمند د اوبو په رسیدلو خوښې ښودلې ده.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۲ ( ثور درییم) رسنیو ته په استولي یو غږیز پیغام کې ویلي چې کاظمي قمي په دې کتنه کې د طالبانو د حکومت له خوا د سوریې په پایتخت دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د اسرائیل د برید د غندنې هم مننه کړې ده.

ضیا احمد تکل وویل: "دا راز یې سیستان ته د هلمند سیند د اوبو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لیرې کولو په اړه خوښي څرګنده کړه او اوبه یې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو مهم عامل وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د اوبو جریان به دوام ومومي."

ضیا احمد تکل د معلوماتو له مخې مولوي امیرخان متقي دغه ایراني دپلومات ته ویلي چې سږ کال افغانستان کې بارانونه شوي، چې په پایله کې یې له څو کلنې وچکالۍ وروسته د نیمروز ولایت او د ایران په سیستان ولایت کې د هلمند سیند اوبه روانې شوې دي.

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د نوي لمریز کال له پیل راهیسې د باران د اورښت لړۍ پیل شوې چې لا هم په ځینو ولایتونو کې دوام لري. د باران د اورښت وروسته د هلمند د سیند په ګډون په سیندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده. تیره اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوي تصویرونو کې د ایران د سیستان ولایت ته د هلمند د اوبو رسیدل ښودل شوي وو.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال نږدې دوه اونۍ وړاندې د هلمند د کجکي له بند څخه د لیدنې پر مهال ویلي و چې سږکال د هلمند د سیند اوبه زیاتې شوي دي.

د هلمند د سیند د اوبو د ویش په سر تیرکال د ایران او د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې حتی د سرحد په اوږدو کې د جګړې تر کچې رسیدلې وې.

ایراني چارواکو په پرله پسې ډول د هلمند په اوبه کې د خپلې ونډې غوښتنه کړې، خو طالبانو حکومت ويلي و چې د دریو کلنو پرله پسې وچکالۍ له امله د هلمند په سیند کې د اوبو اندازه ډیره ټیټه شوې چې حتی که ایران ته اوبه خوشې هم شي دغه هیواد ته به ونه رسیږي.

د اوبو په سر ددغو لانجو وروسته د طالبانو حکومت د تیر ۱۴۰۲ لمریز کال د زمري د میاشتې په نیمايي کې په لومړي ځل یو ایراني تخنیکي پلاوي ته ددې اجازه ورکړه، چې د ارزګان ولایت د دهراوود په ولسوالۍ کې د هلمند د سیند د اوبو د کچې د سنجولو له مرکز څخه لیدنه وکړي.

ددې لیدنې وروسته حسن کاظمي قمي، د ایکس ټولنیزې شبکې کې په خپله پاڼه اګست ۲۰( زمري ۲۹) ولیکل، چې دغه تخنیکي پلاوي د هلمند په سیند کې د اوبو د کچې کمیدل تائید کړي دي.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو د ویش په اړه یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې، افغانستان باید هر کال د هلمند سیند له اوبو څخه ۸۲۰ میلیون متر معکب اوبه ایران ته ورکړي. خو په دغه تړون کې د اوبو دا اندازه د یو اباد او عادي کال د شتون په صورت کې ښودل شې ده.

د افغانستان اکثره برخې د تیرو دریو پرله پسې کلنو راهیسې د وچکالۍ سره مخ دي چې له امله یې ددغه هیواد په اکثرو سیمو کې د اوبو کچه ټیټه شوې او د سیندونو اوبه کمې شوي دي.

که څه هم دا لا څرګنده نه ده چې د ژمې په وروستیو د نوي کال په لومړۍ میاشت کې د واورو او باران اورښت به د وچکالۍ په کمیدو کې مرسته وکړی شي او که نه، خو بزګرانو په اکثرو ولایتونو کې ښږکال د اوبو د زیرمنو زیاتیدو خبر ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG