د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان برېښنا شرکت له تاجیکستان سره د وارداتي برېښنا تړون د تمدید خبر ورکړ


په افغانستان کې د برېښنا پرچاوي زیاتوالي سره هم مهاله، د افغانستان برېښنا شرکت تر اوزبیکستان وروسته د تاجیکستان د برېښنا ملي شرکت سره هم د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د واریداتي برېښنا د تړون د تمدید خبر ورکړ.

د افغانستان برېښنا شرکت د سې شنبې په ورځ ناوخته جنورۍ لسمه (مرغومې ۲۰) یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه تړون تیره ورځ د دواړو هیوادونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

یاد ریاست زیاته کړې: "د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس الحاج ملا محمد حنیف حمزه او تاجیکستان برېښنا د ملي شرکت (شرکت برق تاجک) د رئیس محمد عمر عسازاده لخوا لاسلیک شو."

ویل کیږي چې دغه تړون تیره ورځ په ترکیه کې د طالبانو حکومت د اوبو او نرژۍ وزارت د سرپرست عبدالطیف منصور په مشرۍ پلاوي او تاجیکستاني چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د طالبانو حکومت له تاجیکستان سره د وارداتي برېښنا د تړون لاسلیک لپاره روانه اونۍ ترکیې ته د اوبو او نرژۍ وزارت د سرپرست عبداللطیف منصور په مشرۍ د یو پلاوي د سفر خبر ورکړ.

طالب چارواکي داسې مهال له تاجیکستان سره د وارداتي برېښنا تړون د تمدید خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې ده.

تاجیکستان چې د طالبانو له حکومت سره ښه سیاسي تعاملات نلري، تر دا مهاله یې د دغه تړون د لاسلیک په اړه څه نه دي ویلي. بلخوا د افغانستان برېښنا شرکت نن چهارشنبه ویلي چې هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزې له امله قطعه شوې ده.

دغه ریاست ویلي چې د ترکمنستان وارداتي برېښنا مزې د یاد ولایت رباط سنګي ولسوالۍ اړوند په بند بغرچر سیمه کې د شارټۍ له امله پرچاو شوې. د افغانستان برېښنا شرکت زیاتوي چې تخنیکي ټېمونه هڅه کوي چې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان برېښنا ریاست د روانې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه (مرغومې ۱۱) له ازبیکستان سره هم د وارداتي برښنا تړون د تمدید خبر ورکړی و.

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست هغه مهال ښاغلي ویلي چې تاشکند ته د طالب پلاوي د سفر په ترڅ کې له اوزبیکستان سره د ۲۰۲۳ میلادي کال لپاره د برښنا وارداتي تړون د تمدید ترڅنګ افغانستان ته د وارداتي برېښنا تخنیکي ستونزه هواره شوې ده.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې څخه په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته د روان کال تر پای ته رسېدو پوري له اوزبیکستان سره د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک کړی و.

د دغه تړون په اساس، اوزبیکستان ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې به، د ۱۰۰ میلیون ډالرو په بدل کې به افغانستان ته دوه میلیارډ کیلواټ برېښنا صادره کړي.

افغانستان پر وارداتي برېښنا متکي دى او د خپلې اړتيا د پوره کولو لپاره شاوخوا ١٦٠٠ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري. افغانستان د خپلې اړتيا ٧٠ سلنه برېښنا له اوزبيکستان، تاجيکستان او ايران څخه واردوي او پاتې ٣٠ سلنه له داخلي منابعو برابروي.

XS
SM
MD
LG