د لاس رسي وړ اتصالات

ګلبدین نایب: ترڅو چې اصغر کپتان وي، په ټیم کې لوبه نکوم


د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی کپتان، ګلبدین نایب وایي تر څو چې اصغر افغان د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان وی، دی به په ملي ټیم کې لوبه ونکړي.

د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی کپتان، ګلبدین نایب وایي تر څو چې اصغر افغان د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان وی، دی به په ملي ټیم کې لوبه ونکړي.

ښاغلي نایب د دې پریکړې دلیل په نړیوال جام کې د اصغر افغان ځینو کارونه وښودل او پخپلو خبرو کې یې وویل چې " بدبختانه داسې یو څوک د ټیم کپتان ټاکل کیږي چې په نړیوال جام کې یې د افغانستان په نوم او بیرغ ملنډې وهلې".

نایب وویل " هغه کس چې باید محاکمه شي، د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان ټاکل کیږي."

د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام نه وړاندې اصغر افغان د ملي لوبډلې کپتان و چې کرکټ بورډ لیرې کړ او پر ځای ېې ګلبدین نایب کپتان شو. اصغر افغان په دغې پرېکړې خوښ نه و، راشد خان او محمد نبي هم د دغې پرېکړې د غندلو لپاره ټویټونه وکړل.

ګلبدین نایب پخپلو خبرو کې تور ولګوه چې اصغر افغان، یو شمیر مهم لوبغاړي او په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل ګډ ګروپ دی. ښاغلي نایب د دې مهمو لوبغاړو نوم وانخیست خو پخپلو خبرو کې یې وویل چې په ټویټر کې د " محمد نبي او راشد ارمان " په هغو لیکنو یې هیڅ اقدام ونکړ چې د کپتانۍ نه د اصغر افغان د لیرې کیدو سره مخالفت ښودلی و.

ګلبدین په عاطف مشعل غږ وکړ چې ځان د کرکټ نه لیرې وساتي " تا جمهور رئیس ته د کرکټ په هکله غلط راپور ورکړی او زه به یوه ورځ د جمهور رئیس سره کښینم او حقیقت به ورته وایم".

ګلبدین نایب همدرانګه وویل چې په کرکټ بورډ کې د عاطف مشعل د "فساد" په هکله ثبوت پخپل ټیلیفون کې لري خو دا یې ونه ویل چې دا فساد څه ډول دی.

نایب پخپلو خبرو کې په اصغر افغان تور ولګاوه چې په ټیم کې عُقدې پالي او د خپلو ګټو لپاره نور قربانوي کوي " حشمت الله ځکه د لوبو نه کښینول شو چې هغه په ورلډ کپ کې زما پلوي کوله. "

د افغانستان کرکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ (ډسمبر۱۱) اصغر افغان بیا د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان وټاکه. کرکټ بورډ دا ندي ویلي چې راشد خان یې ولې د کپتانۍ نه لیرې کړی او نه یې د اصغر افغان د بیرته کپتان کیدو دلیل ویلی.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG